امریکا او لویدیځ د خپلواکه هېوادونو هویت او خپلواکي په نښه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i168340-امریکا_او_لویدیځ_د_خپلواکه_هېوادونو_هویت_او_خپلواکي_په_نښه_کوي
پارس ټوډی – د ایران  د اسلامی  جمهوریت ولسمشر وویل: زمونږ سیمه په یوه پېچلي وضعیت کې ده او له بده مرغه مونږ د نړیوالو اړیکو په برخې کې له یوه اړخیزې تګلارې سره مخ یو؛ امریکا او ځینې لوېدیځ هېوادونه د خپلواکه هېوادونو هویت او خپلواکي په نښه کوي.
(last modified 2025-12-11T09:30:53+00:00 )
Dec 11, 2025 13:57 Asia/Kabul
  • امریکا او لویدیځ د خپلواکه هېوادونو هویت او خپلواکي په نښه کوي

پارس ټوډی – د ایران  د اسلامی  جمهوریت ولسمشر وویل: زمونږ سیمه په یوه پېچلي وضعیت کې ده او له بده مرغه مونږ د نړیوالو اړیکو په برخې کې له یوه اړخیزې تګلارې سره مخ یو؛ امریکا او ځینې لوېدیځ هېوادونه د خپلواکه هېوادونو هویت او خپلواکي په نښه کوي.

ډاکټر مسعود پزشکیان د قزاقستان د ولسمشر په رسمي بلنې سره  د دوه‌لوري سفر لپاره د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو د وزیر د مرستیال لخوا ئې هرکلی وشو او آستانې ښار ته  وارد شو. د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر رسمي هرکلی نن د پنجشنبې په ورځ د قزاقستان په  ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شو.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، «مسعود پزشکیان» د قزاقستان له ولسمشر قاسم ژومارت توقایف سره په دوه اړخیزه کتنې کې، د هغوی له مېلمه پالنې مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمینځ ژوَرې فرهنګي ګډې ریښې ئې یادې کړې. هغه وویل: دا اړیکې د پېړیو پېړیو په اوږدو کې د ورېښمو د لارې د تاریخي تګ راتګ پایله ده او همدا ګډه مخینه د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا او ژورتیا لپاره زمینه برابروي.

ډاکټر پزشکیان د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د ۴۰ فیصدي زیاتوالي یادونه وکړه او وې ویل: د ایران او قزاقستان د سوداګرۍ نقشه د درې میلیارد ډالرو په کچه د سوداګرۍ د لوړولو لپاره چمتو شوې او د اجرا لپاره چمتو  ده. هغه هیله وښودله چې دواړه لوري به د خصوصي سکتور له ظرفیتونو څخه لا زیاته ګټه واخلي.

د ایران ولسمشر وویل چې  د قزاقستان له خپلواکۍ راهیسې تر اوسه د دواړو هېوادونو اړیکې تل دوستانه پاتې شوې دي. هغه زیاته کړه: د ګاونډیانو اړیکې د ایران اسلامي جمهوریت لپاره ځانګړی اهمیت لري او د اسلامی انقلاب  د ستر لارښود تل د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول د مسلمانو هېوادونو سره د وروڼو په څېر اړیکو د پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

ډاکټر پزشکیان د تهران او آستانې اړیکې په ډېرو سیمه‌ییزو او نړیوالو مسایلو کې نږدې او همغهږې کړې او څرګنده ئې کړه چې دواړو هېوادونو په مختلفو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې ښې ملګرتیا لرلي دي او ارزښتناکې موافقې  ئې ترلاسه کړي دي.

هغه د ایران او قزاقستان د ګډو ملګرتیاؤ یادونه وکړه چې په نړیوالو  اورګانونو او څو اړخیزو چوکاټونو کې فعاله دي، او وې ویل: په شانګهای ملګرتیا موسیسې ، د  اوراسیا اقتصادي اتحادئې، د اسلامي ملګرتیا موسیسې  او د کسپيّئن سمندری  د په ساحلي سیمې کې د دواړو هېوادونو اړیکې تل نږدې او ثابتې پاتې شوې دي. هغه ټینګار وکړ چې باید دا مسیر په جدي توګه دوام ومومي او لا ډېر تمرکز دملګرتیاؤ  پر پیاوړتیا وشي.

د ایران ولسمشر وروسته د سیمې‌ او نړیوال وضعیت حساسو شرايطو ته په اشارې وویل: زمونږ سیمه په یو پېچلي وضعیت کې ده  او له بده مرغه د نړیوالو اړیکو په ډګر کې د یو اړخیزې تګلارې شاهدان  یوو؛ امریکا او ځینې لوېدیځي هېوادونه د خپلواکو هېوادونو هویت او خپلواکي په نښه کوي. په داسې شرایطو کې لازمه ده چې دوه اړخیزې اړیکې په جديت او حساسیت سره نورې هم پراخې شي.