تیریګرصهیونیسټي رژیم د سورئې د ویشلوهڅې کوي(نړیوال خبرونه)  
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i168596-تیریګرصهیونیسټي_رژیم_د_سورئې_د_ویشلوهڅې_کوي(نړیوال_خبرونه)
پارس ټوډی – په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او د دې هیواد د دايمي نمایندګئ مشر وویل: د ترهګرۍ بیا ژوندی کیدل لا هم د سورئې او ټولې سیمې لپاره یو  جدي او فوري ګواښ ګڼل کیږي.
(last modified 2025-12-19T09:05:35+00:00 )
Dec 19, 2025 13:29 Asia/Kabul
  •  تیریګرصهیونیسټي رژیم د سورئې د ویشلوهڅې کوي(نړیوال خبرونه)  

پارس ټوډی – په ملګرو ملتو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او د دې هیواد د دايمي نمایندګئ مشر وویل: د ترهګرۍ بیا ژوندی کیدل لا هم د سورئې او ټولې سیمې لپاره یو  جدي او فوري ګواښ ګڼل کیږي.

د پارس ټوډی راپور له مخې،په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر امیرسعید ایرواني په سه شنبې  ورځې په یولړ څرګندونو کې د اسرائیلي تیریګرو  هغه  غیرقانوني برید په سخته محکوم کړ چې د سورئې په بیت جن ښارګي باندې  ئې کړي دي ، هغه ووئيل؛ د اسرائیلو  اقدامات د یوې داسې قصدي  سټراټیژۍ برخه ده چې هدف ئې د نیواک تثبیتول، د سورئې تجزیه کول او د دغه هیواد د ملي همغږۍ کمزوري کول دي، له دې لارې قومي او فرقه یز توپیرونه سپړل کیږي او د تجزیې غوښتونکي ایجنډې دودیږي.

په ملګروملتو کې د ایران د اسلامی جمهوریت  سفیر په عین حال کې روښانه کړه که ، سیمه ایز او نړیوال حکومتونه او  اورګانونه په خود کې نشي او دغه شان تیري او  یو اړخیز اقدامات دوام وکړي ، نو دسیمې او نړئ امنیت اوسوله  به یو ځل بیا  ددغو تیریګرو په لاس له وګواښل شي او لویدیځي آسیا نوره د جنګ جګړو د زغملو  توان نه لري او  د یوې خطرناکې اړئ ګړئ  د رامینځةکیدا احتمال هم زیاتوي.

په غزې کې په خبریالانو  ډزې، له حقیقت سره جګړه ده

د الجزایر د ورځپاڼو او رسنیو د اتحادیې مشر مصباح اقدیری، په یولړ څرګندونو کې ټینګار وکړ چې په غزې کې د خبریالانو په ضد قصدی بریدونه د جګړې له ماهیت څخه جلا نه شي کیدلی او دا په اصل کې له روایت سره جګړه او همدارنګه د میدان جګړه ګڼل کیږي. اقدیری په یوه بیان کې ټینګار وکړ چې فلسطیني خبریالان نور یوازې بې طرفه رسنۍ نه دي، بلکه د نیواکګرو لخوا د بشري حقوقو د سرغړونو مستندسازي کولو او د شواهدو د خپرولو له لارې، د نړیوالو افکارو په جوړولو کې مهم لوبغاړي ګرځیدلي دي.  هغه روښانه کړې ده ، رسانئ او خبریال هیڅکله هم څوک په زور او ګواښ سره  نشي تسلیمولی او د حق او حقیقت چغه به دخپلواکه او ضمیر لرونکو خبریالانو په وسیله د نړئ کونج کونج ته  ورسیږي او نیواکګر او تیریګر  چې هرڅوک وي رسوا به ئې کړي.

د بلجیم هنرمندانو اعتراض د اسرائیل په یوروویژن کې د ګډون پر ضد

د بلجیم «لا لیبر بلژیک» ورځپاڼې  راپور ورکړی چې ۱۷۰ بلجیمي هنرمندانو د یوې ګډې اعلامیې له لارې د دغه هیواد د راډیو او ټیلویژني ادارې پریکړه چې په «یوروویژن ۲۰۲۶» کې ګډون وکړي، د اسرائیلو د ګډون  په  دلیل غندلې ده. دغه هنرمندان  په خپل اعتراض کې ټینګار کوي چې په  داسې یوې پیښې کې ګډون چې اسرائیلي جنایتکاران په کې شتون ولري، د دې جنایتکار  رژیم په غلیمانه پالیسو  دسترګو د پټولو په معنادي. په دې ګډ اعلامیې کې ویل شوي: د اسرائیلو حکومت له څو کلونو راهیسې د هنري او فرهنګي لویو پیښو څخه د پروپیګنډیزې وسیلې په توګه استفاده کوي څو د فلسطین پر ضد د نیواک  او آپارټاید دوام ته توجه نه وشي.

هالند او اسپانیا د امریکا د بین المللي اپيل د محکمې د قاضیانو د  بایکاټ پر ضد اعتراض کوي

د هالند د بهرنیو چارو وزیر، «ډیویډ فان  ویل»، په ایکس ټولنیز چینل  کې لیکلي: هالیند د امریکا د هغې وروستۍ کړنې پر ضد ده چې د اپیل د نړیوالې محکمې  ۲ قاضيان ئې بایکاټ کړي دي. فان ویل زیاته کړه: «محاکمې او بین المللي محکمې باید پخپلو دندو  په آزادئ سره  غور  او څیړنې وکړي، مونږ د  د انصاف او اپیل د نړیوالو  محکمو او د دغې ادارې له کارکوونکو ملاتړ کوو.» د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت هم د امریکا د بندیزونو په اړه وویل چې دا «د  اپیل د نړیوالې  محکمې د خپلواکۍ او بې طرفۍ پر ضد بله حمله ده»، چې «د دغې محکمې فعالیت به په شدت سره کمزوری کړي.» د دغه وزارت په اعلامیې کې راغلي دي،  اسپانیا د اپیل د نړیوالې  محکمې ملاتړ کوي او ټینګار کوي چې دغه قضايي اورګان  «د بشریت پر ضد د تر ټولو جدي جنایاتو د حساب ورکولو او  قربانیانو ته د ګرَمې په  ورکولو کې نه  انکاریدونکی  رول لري.