ایرانی – اسلامی طب | عناب؛ د ارامښت او درملنې لپاره سره مېوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i169306-ایرانی_اسلامی_طب_عناب_د_ارامښت_او_درملنې_لپاره_سره_مېوه
پارس‌تودی – عناب، په ایراني – اسلامي طب کې یو له زیاتو ارزښتمنو درملیزو مېوو څخه دی چي له زیاتې مودې څخه د حکیمانو په درملیزو نسخو کې ځانګړې ځای لرلی دی.
(last modified 2026-01-07T10:35:43+00:00 )
Jan 07, 2026 14:49 Asia/Kabul
  • عناب
    عناب

پارس‌تودی – عناب، په ایراني – اسلامي طب کې یو له زیاتو ارزښتمنو درملیزو مېوو څخه دی چي له زیاتې مودې څخه د حکیمانو په درملیزو نسخو کې ځانګړې ځای لرلی دی.

عناب، دا کوچنی او سره میوه، نه یوازې د ایرانیانو په خوراکي کلتور کې شتون لري، بلکه د بدن د پیاوړتیا او رواني آرامتیا لپاره د طبیعي درمل په توګه هم پیژندل کیږي. د پارس تودی د راپور له مخې، په ځایي طب کې عناب سوړ او معتدل طبیعت لري او د وینو فشار کمولو، د بې خوبۍ درملنې، د معافیت سیستم پیاوړتیا او د وینې پاکولو لپاره کارول کیږي. د عناب استعمال په ځانګړې توګه د ستړیا یا اندېښنو په وختونو کې د اعصابو آرامتیا او د خوب کیفیت ښه کوي. له همدې امله، د ایران په ډیرو سیمو کې د عناب چای څښل عام دي.

د عنابو د استعمال  څرنګوالې؟

عناب په تازه او هم په وچه بڼه کې او یا حتی د چای په توګه استعمالیږي. تازه میوه یې خواږه او پاسته خوند لري، په داسي حال کې چي وچ عناب د چای او یا هم د درملیزو شربت په توګه استعمالیږي. په ځایي طب کې، له نورو بوټو سره د عنابو ترکیب لکه له زوفا او یا ګل ګاوزبان سره، دغه درمل د زوکام او د اعصابو د ارامښت لپاره کارول کیږي.

په ځایي طب کې د عنابو درملیز خواص

د اعصابو ارام بخښونکی: د عنابو د چایو استعمال د اسټرس او د خفګان د کمېدو لامل ګرځي.

د بې خوابی درملنه: له خوبه مخکې د عنابو د چایو استعمال، د ارام خوب لامل ګرځي.

د معافیت د سیسټم پیاوړتیا: عناب له انټي اکسېدانت او C ویټامین څخه ډک دی او د ناروغیو په وړاندې بدن ته امنیت وربخښي.

د وینو صفایي: د عنابو دوامداره استعمال د وینو د کلسټرول د کمېدو او د وینو د ښه جریان لامل ګرځي.

د هاضمې د جهاز سلامتیا: په عنابو کې د موجوده فایبر د هاضمې د جهاز کړچار تنظیموي او قبض له مینځه وړي.

د پوست سلامتیا: عناب د پاړسوب ضد خاصیت لري او د پوست د نرم کېدو او شفافیت لامل ګرځي.

کلتوري او دودیز استعمال

په ایران کې په ډیرو سیمو کې عناب د دودیزو او مذهبي مراسمو لپاره د یوې دودیزې میوې په توګه کارول کیږي. د عناب چای په مېلمستونونو او مذهبي غونډو کې د آرام بخښونکي او ځواکمن څښاک په توګه وړاندې کیږي. همدارنګه په عامه کلتور کې عناب د آرامښت او د وینې پاکوالي نښه ګڼل کیږي.

عناب، د خواږه خوند لرونکي ترکیب، درملیزې ځانګړتیاوې او کلتوري ځای سره، لا هم د ایران په کلتور کې د طبیعي روغتیا یو له نښو څخه پاتې شوی دی. د دې سرې میوې څخه ګټه اخیستل، د طبیعت حکمت او داخلي آرامۍ ته راستنیدل دي؛ یو میراث چې د ایران-اسلامي دودیز طب څخه نن ورځې ته رسېدلی او لا هم ارزښت لري.