د ایران په هکله امریکا ته د سعودي عربستان خبرداری
سعودي عربستان په خپل اقتصاد او کورني سیاست باندې له ایران سره د شخړو له پایلو څخه اندېښنه لري.
امریکایي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال راپور ورکړ چې سعودي عربستان د فارس خلیج د هیوادونو د یوې ډلې چي عمان او قطر په کښې شامل دي، مشري په غاړه لري څو امریکا ته قناعت ورکړي چي په ایران باندې له برید څخه ډډه وکړي.
د وال سټریټ ژورنال په راپور کې راغلي دي: سعودي عربستان پر خپل اقتصاد او کورنیو سیاستونو باندې د ایران پر وړاندې د هر ډول کړکیچ د زیاتوالي له اثراتو څخه اندیښمن دی.
د دې امریکایي ورځپاڼې د راپور له مخې، سعودي عربستان، قطر او عمان سپینې ماڼۍ ته خبر ورکړی چې د ایران د حکومت د ړنګولو هر ډول هڅه به د تیلو بازارونه بې ثباته کړي او په پایله کې به د امریکا اقتصاد ته زیان ورسوي.
وال سټریټ ژورنال همدارنګه اعلان وکړ چې سعودي عربستان ایران ته ډاډ ورکړی چې امریکا ته به اجازه ورنکړي چې د دې هیواد د هوايي حریم څخه د اسلامي جمهوریت پر ضد د برید لپاره استفاده وکړي.