د وروستیو پېښو په اړه د امام خامنه ای درې مهمې روښانونې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i169758-د_وروستیو_پېښو_په_اړه_د_امام_خامنه_ای_درې_مهمې_روښانونې
پارس‌ټوډي –د اسلامي انقلاب  معظم رهبر، حضرت آیت‌الله العظمی سید علی خامنه‌ای د مبعث د نیکمرغه اختر په په مبارکه   ورځ، د ایران  د بېلابېلو سیمو له زرګونو خلکو سره په لیدنې کې، د مرغومې یا جدې  د میاشتې  د  ۲۲  ورځې د ولسي  او حماسي خوځښت په ستاینې کې ټینګار وکړ: د ایران ملت د فتنې ملا ماته کړه، خو لازمه ده چې د دې فتنې ماهیت، موخې او د هغې «روزَل شوي» او «غولول شوي» عوامل په ښه توګه وپېژندل شي.
(last modified 2026-01-20T11:17:42+00:00 )
Jan 20, 2026 13:58 Asia/Kabul
  • حضرت آیت‌الله خامنه‌ای، د اسلامي انقلاب رهبر
    حضرت آیت‌الله خامنه‌ای، د اسلامي انقلاب رهبر

پارس‌ټوډي –د اسلامي انقلاب  معظم رهبر، حضرت آیت‌الله العظمی سید علی خامنه‌ای د مبعث د نیکمرغه اختر په په مبارکه   ورځ، د ایران  د بېلابېلو سیمو له زرګونو خلکو سره په لیدنې کې، د مرغومې یا جدې  د میاشتې  د  ۲۲  ورځې د ولسي  او حماسي خوځښت په ستاینې کې ټینګار وکړ: د ایران ملت د فتنې ملا ماته کړه، خو لازمه ده چې د دې فتنې ماهیت، موخې او د هغې «روزَل شوي» او «غولول شوي» عوامل په ښه توګه وپېژندل شي.

د وروستیو پېښو په اړه د اسلامي انقلاب  د معظم  رهبر تازه دریځونه ، یو ځل بیا د ناارامیو په رامنځته کېدو کې د امریکا رول او د هغو پای ته په رسولو کې د خلکو رول روښانه کوي.

په دې مطلب کې د پارس‌ټوډي له خوا، د مبعث د نیکمرغه ورځې په وینا کې د  د اسلامی انقلاب د ستر لارښود  درې مهم ټکي درته واوروو:

 

  وروستۍ فتنه یوه امریکایي فتنه وه

د اسلامي انقلاب ستر لارښود  د وروستۍ فتنې ماهیت امریکائي وباله او د امریکایانو د بېلابېلو دسیسو  د اصلي هدف په تشریح کې ئې وویل: د امریکا دوامداره هدف او سیاست ، نه یوازې د اوسني ولسمشر، بلکې د امریکا د ټول نظام  دا دی چې ایران تر خپل واک لاندې راولي او پر ایران یو ځل بیا خپل پوځي، سیاسي او اقتصادي تسلط ټینګ کړي؛ ځکه چې د دې پراخ هېواد شتون، په دغو  نفوسو، امکاناتو او علمي او ټیکنالوژیکو پرمختګونو سره، په داسې حساس جغرافیائي موقعیت کې، د دوي لپاره د زغم وړ نه دی.

Image Caption

 

  د امریکا ولسمشر د وروستۍ فتنې اصلي مجرم دی

حضرت آیت‌الله  العظمی سید علی خامنه‌ای د امریکا دکرغیړن ولسمشر هغه څرګندونې، چې ورانکاران او انسان‌وژونکي ئې د ایران د ملت په نوم یاد کړي وو، د ملت پر وړاندې یو لوی تهمت وباله او وې ویل: د امریکا ولسمشر په ښکاره ډول فتنه‌ګر وهڅول او په پټه توګه هم امریکا او صهیونیسټي رژیم هغوي ته مرستې برابرې کړې؛ له همدې امله مونږ د امریکا ولسمشر مجرم بولو، هم د مرګ ژوبلو او زیانونو له امله او هم د هغه تهمت له کبله چې ئې د ایران ملت باندې لګولی دی .

 

امام خامنه‌ای: د ایران ملت د فتنې ملا ماته کړه

د اسلامي انقلاب ستر لارښود په دې خبرې په  ټینګار سره چې د ایران ملت د فتنې ملا ماته کړه، وویل: د ایران ملت د ۲۲ دَی په ورځ د خپل میلیوني  شتون له لارې، دا ورځ د خپلو ګڼو ویاړونو په کتاب کې په یوې تاریخي ورځې بدله کړه او د مدعیانو پر ډېرو خبرونکې  خوله ئې یو  مضبوط سوک وواهه او فتنه ئې شنډه کړه.

 حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي په  صهیونیسټانو پورې تړلو نړیوالو مطبوعاتو او خبري آژانسونو له خوا د فتنه‌ګرو د لږ شمېر کسانو لوي بریښول  او په مقابل کې د مرغومې یا جدې د میاشتې  د ۲۲    حماسي ورځې د ستر ولسي د شتون  انکار یا کوچنی ښودل، د هغوی د تلپاتې عادتونو پایله وبلله او وې ویل: حقیقت په دې کارونو نه بدلېږي. حقیقت هماغه دی چې ملت  په تهران او نورو ښارونو کې په خپلو سترګو ولید.