د مصر خارجه وزیر له عراقچي او ویټکاف سره ټیلیفوني خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i170082-د_مصر_خارجه_وزیر_له_عراقچي_او_ویټکاف_سره_ټیلیفوني_خبرې_وکړې
د مصر د بهرنیو چارو وزیر د وروستیو شخړو په هکله له خپل ایراني همرتبه او د مینځني ختیځ لپاره د امریکې له استازي سره، د ټیلیفون پر مټ خبرې اترې وکړې.
(last modified 2026-01-28T07:47:03+00:00 )
Jan 28, 2026 12:09 Asia/Kabul
  • د مصر خارجه وزیر له عراقچي او ویټکاف سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د مصر د بهرنیو چارو وزیر د وروستیو شخړو په هکله له خپل ایراني همرتبه او د مینځني ختیځ لپاره د امریکې له استازي سره، د ټیلیفون پر مټ خبرې اترې وکړې.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر بدر عبدالعاطي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي او د مینځني ختیځ لپاره د امریکې له ځانګړي استازي سټیو ویټکاف سره په جلاجلا تماسونو کښې، د زیاتیدونکو شخړو او کشالو په مینځ کښې د سیمې د وروستیو حالاتو په اړه صلاح مشورې وکړې.

د مصر د خارجه وزارت د رپورټ له مخې، عبدالعاطي ارامښت ته د رسیدو او د شخړو د کمولو د او لازیاتې بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره د هلوځلو د زیاتیدو په ضرورت باندې ټینګار وکړ.

په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم وویل: د ایران سفیران دې د خپل هیواد خلاف د ترهګرۍ حقیقت نړۍ ته منتقل کړي.

هغه سفارتي حل لارې ته د لومړیتوب ورکولو او پایداره سیاسي موافقو ته  رسیدو ته د لومړیتوب لپاره د یو داسې مناسب چاپیریال په رامینځته کولو ټینګار وکړ چې د سیمه ایز امنیت او ثبات حمایت کوي.

د مصر خارجه وزیر همداشان په ایټمي مسئله کښې یوې جامع موافقې ته د رسیدو په موخه د ایران او امریکې ترمینځ د خبرواترو د دوباره پیلولو لپاره د ضروري حالاتو د رامینځته کولو او په سفارتي کانالونو د پابندۍ په اهمیت ټینګار وکړ کوم چې د ټولو لورو ګټو ته پاملرنه وکړي او په سیمه ایزه او نړیواله سویه له امنیت او ثباته ملاتړ وکړي.