سردار وحیدي: د امریکايي چارواکو له څرګندونو نه ویریږو
د سپاه د مشر قومندان جانشین وویل: ۱۲ ورځنی جنګ، تراوسه په شویو جنګونو کښې ترټولو ماډرن جنګ و.
د تسنیم خبري اژانس د دفاعي خبریال په وینا، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قوماندان مرستیال برید جنرال احمد وحیدي نن سهار په شهید چمران ساینس فسټیول کې وویل: "یوه ژوندۍ ټولنه هغه ټولنه ده چې فکر او تکفر پکې روان وي. له همدې امله، ساینس د انسان د ژوند اصل او د انسان د غوره والي نښه ده."
هغه زیاته کړه: "په کومه ټولنه کې چې د پوهې او پوهانو درناوی کیږي، هغه ټولنه وده کوي او زمونږ اسلامي ټولنه یو دغه شان ټولنه ده. کله چې د یوې ټولنې مشر ولي فقیه وي، معنا یې دا ده چې یو عالم او ساینس پوه د ټولنې په سر کې دی، او دا زموږ د اسلامي ټولنې او نورو ټولنو ترمنځ اصلي توپیر دی."
سردار وحیدي زیاته کړه: اسلامي ټولنه هغه ټولنه ده چې له عقلانیت او پوهې ډکه وي. په ۱۲ورځني جنګ کښې د بریا یوه لاسته راوړنه، په هیواد کښې د یو نوي علمي پاڅون لپاره زمینه ګرځیدلې ده.
هغه څرګنده کړه چې له جنګ وروسته په دفاعي برخه کښې په لس هاو زره آیډیاوې وړاندې شوې دي او د پام وړ برخه یې تحقیقاتي مرحلې ته رسیدلې ده خو پکار ده چې هم دغه انګیزه وساتو. دغه کار وښودله چې که په ټ،لنه کښې موجودو انګیزو ته پوره پام وشي نو ډیرې وړتیاوې او ظرفیتونه شته دي.
سردار وحیدي وویل: دښمن، د سوچه اسلام مخالف دی خو داسې کارونه کوي چې د سوچه اسلام د لاپراختیا لامل کیږي. په دولس ورځني جنګ کښې هم داسې وشول او دښمن نه پوهیږي کامیابیدې نه شي ځکه چې خلک په میدان کښې دي او د خدای نصرت او مرسته یې هم په برخه کیږي او زمونږ دښمن د دغه الهي قدرت په بنیاد نه پوهیږي.
هغه زیاته کړه: د امریکايي چارواکو خبرې، د امریکې د کورنیو ستونزو د ژوروالي غمازي کوي خو مونږ د هغوي له خبرو نه ویریږو البته د حقیقت پيژندل ډیر مهم دي.