امریکا د ایران د ټولنې د ویرولو هڅه کوي
د سپاه پاسداران ویاند وویل: د ۱۲ ورځني جنګ تجربې وښودله چې د ایران خلاف پوځي انتخاب ماتې خوړلې ده.
سردار نائیني په وروستیو ورځو کښې د امریکایانو نفسیاتي جنګ او د زور او رعب د ډیپلماسۍ لپاره د هغوي هلوځلو ته په اشارې سره وویل: د جنګ په انځورولو سره ویرول او د جنګي جټانو د وړونککې بیړۍ لیږل، د امریکايي چارواکو زړه حربه ده. د سپينې ماڼۍ چارواکي په ۱۲ ورځني جنګ او وسله والې فتنې کښې د ایران د مقاومت په وړاندې لالهانده شوي او د استیصال په حال کښې راغلي دي.
هغوي په ایران کښې د امریکايي فتنې له چټکي او سختې ماتې وروسته د ایران د خلکو د ویرولو په تکل کښې دي ځکه چې د ایران خلاف هر اقدام یې د دې ولس له ملي یووالي او مضبوط بند سره مخ شوی دی. دا ځل هم هڅه کوي چې په نفسیاتي جنګ سره د ایران د خلکو په احساس او افکارو باندې منفي اغیزه وکړي.