د قطر او پاکستان له مشرانو سره ټيلیفونی خبرې
اسلامی ایران به له خپلې دفاع هیڅکله هم غفلت ونه کړي
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرمسعود پزشکیان د قطر له امیر او د پاکستان له لوری وزیر سره په جلا ـ جلا ټیلیفوني خبرو کې، د سیمې وروستي بدلونونه وڅېړل او د اسلامي هېوادونو ترمنځ ئې د یووالي د پیاوړتیا او د کړکېچ د کمولو لپاره د دیپلماسۍ پر دوام ټینګار وکړ.
زمونږ خبریال د ایکنانیور له قوله راپور راکړ، د اسلامی ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پرون ناوخته د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په جلا ټیلیفوني خبرو کې، د امریکاپه کړکېچ زیاتونکو او بېثباته کوونکو اقداماتو پسې د سیمې د وروستیو حالاتو په اړه د نظر تبادله وکړه.
ډاکټر پزشکیان په دغو خبرو کې د قطر او پاکستان د دوستو او ورونو هېوادونو د تلپاتې او ورورولئ د ملاتړ په خاطر مننه وکړه او هیله ئې وښودله چې د اسلامي هېوادونو ترمنځ یووالی، همغږي او همکاري لا نوره پیاوړې او ژوره شي.
د ایران ولسمشر د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د عزتمنې ډیپلماسۍ د ملاتړ په برخې کې د ایران د اسلامي جمهوریت د اصولي دریځ په یادولو سره، چې پر متقابل درناوي، د ګواښ او زور کارونې څخه په ډډه کولو ، او د بریا د پایلو پر تعقیب ولاړ دی، وویل: که د امریکا لوری رښتیا هم د واقعي خبرو اترو او ډیپلماسۍ غوښتونکی وي، باید له دې ډول پاروونکو او کړکېچ ځيږونکو اقداماتو لاس واخلي او په عمل کې د خبرو اترو پر لاره خپله ژمنتیا ثابته کړي.
پزشکیان ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت هېڅکله د جګړې پیلوونکی نه دی او له شخړې هرکلی نه کوي، او مونږ باور لرو چې جګړه او نښته د هېڅ لوري په ګټه نه ده او پر تعامل او ډیپلماسۍ ټینګار کوو؛ خو دا به اجازت ورنه کړو چې د پخوانیو تجربو په څېر، د خبرو پر مهال څوک له ګواښ یا یرغله کار واخلي ، او د خپل هېواد او ملت به په قدرت او اقتدار سرع دفاع وکړو.
د قطر امیر او د پاکستان لومړي وزیر هم په دغو ټیلیفوني خبرو کې، د ایران د اسلامي جمهوریت د امنیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې په هر ډول اقدام،که هغه جګړه وي، بندیزونه وي یا سیاسي لاسوهنې،پر کلک مخالفت ټینګار وکړ او د خپل هېواد اصولي او همېشنی دریځ ئې د ایران له حکومت او ملت سره د ملاتړ او یووالي په توګه اعلان کړ.
همدارنګه، د قطر امیر او د پاکستان لومړی وزیر د خبرو، تعامل او د سیاسي او دیپلوماتیکو لارو له لارې د ستونزو د حل لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو پر دوام ټینګار وکړ او څرګنده ئې کړه چې هر ډول کړکېچ او شخړه کولای شي سیمه د پراخ تاوتریخوالي او بېثباتۍ یو خطرناک پړاؤ ته واردکړي، چې د سیمې د ټولو هېوادونو لپاره به ناورینزېږونکي پایلې ولري.
شیخ تمیم او شهباز شریف د خبرو، تعامل او ډیپلماسۍ د لارې په ټاکلو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د اصولي، منطقي او مسؤلانه دریځ ستاینه وکړه او د دوامدارو حللارو د موندلو لپاره ئې د اغېزمنو نوښتونو پر دوام ټینګار وکړ.