ایران او نه کنټرولېدونکې معادله؛ ولې امریکايي–صهیونیسټي پروژه بندون ته رسېدلې؟
پارسټوډې – د غزې له جګړې وروسته بدلونونو وښودله چې د امریکا او صهیونیسټي رژیم اندېښنه له ایران څخه یوازې د دې هېواد پوځي ځواک یا جغرافیایي موقعیت پورې محدوده نه ده؛ بلکې ریښه یې په هغه الګو کې ده چې تهران د سیاسي خپلواکۍ او د سیمې د ځواک د بیا تعریف په ډګر کې وړاندې کړې ده.
د پارسټوډې د راپور له مخې، پر غزې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې نېټې وروسته د صهیونیسټي رژیم جګړه یوازې یوه محدوده پوځي نښته پاتې نه شوه، بلکې ورو ورو په لوېدیځه اسیا کې د مخه نیوونکې معادلو د بدلون د بربنډېدو ډګر وګرځېد. په دې منځ کې، د اغېزناک لوبغاړي په توګه د ایران رول، یو ځل بیا د لوېدیځو سیاسي او امنیتي کړیو د پاملرنې مرکز شو.
د سیمهییزو رسنیو د شننو له مخې، ایران د نړۍ د تر ټولو حساسو جیوپولیټیکي سیمو په زړه کې پروت دی؛ هغه ځای چې د انرژۍ ګټې، نړیواله سوداګري او نړیوال امنیت سره تړلي دي. د فارس خلیج او هرمز تنګي پر لارو د ایران برلاسی، چې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه د تیلو سوداګري پرې تېرېږي، تهران ته دا توان ورکوي چې د کړکېچ په صورت کې پر نړیوالو بازارونو له سیمې روهاخوا لګښتونه وتپي. سربېره پر دې، د مرکزي اسیا او قفقاز تر منځ د نښلوونکي پله په توګه د ایران موقعیت، دا هېواد د انرژۍ او ټرانزیټ په معادلو کې یو کلیدي لوبغاړی ګرځوي.
خو شنونکي ټینګار کوي چې د لوېدیځ اصلي اندېښنه، یوازې د ایران جغرافیه یا پوځي وړتیاوې نه دي، بلکې د «خپلواکۍ مفکوره» ده چې تهران هغه په یوه عملي سیاسي او امنیتي پروژه بدله کړې ده. ایران وښودله چې د یو-قطبي نړیوال نظم له چوکاټه بهر هم کېدای شي، د فشارونو او بندیزونو پر وړاندې ودرېدل شي او له نړېدو وژغورل شي؛ داسې الګو چې د تکرار وړتیا یې د سلطې نظام لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.
په همدې چوکاټ کې، ایران، د دویمې نړیوالې جګړې له پای وروسته رامنځته شوې د قدرت دودیزې انحصاري مانا په ماتولو سره، د څو-بعدي مخه نیونې مفهوم وړاندې کړ چې د ځواک د عناصرو پر وېش ولاړ دی، څو د دښمنانو د چټکې پایلې ترلاسه کولو وړتیا محدوده کړي. «د مقاومت محور» هم له همدې بدلون څخه راوټوکېد؛ هغه محور چې د ګډو ګټو او د لوېدیځ د سلطې نظام، په ځانګړي ډول له صهیونیسټي رژیم سره د ګډې دښمنۍ پر بنسټ ولاړ دی.