امام خامنه‌يي: تاسو ایرانیانو خپله اراده او مقاومت وښودلو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i170560-امام_خامنه_يي_تاسو_ایرانیانو_خپله_اراده_او_مقاومت_وښودلو
پارس‌ټوډې – د اسلامي انقلاب رهبر په یوه ټلویزیوني پیغام کې د ایران ملت ته په خطاب کې وویل: د سلواغې په ۲۲مه، د خپلې ارادې او مقاومت په ښودلو سره، دښمن ناهیلي کړئ.
(last modified 2026-02-09T10:53:16+00:00 )
Feb 09, 2026 15:18 Asia/Kabul
  • امام خامنه‌يي: تاسو ایرانیانو خپله اراده او مقاومت وښودلو

پارس‌ټوډې – د اسلامي انقلاب رهبر په یوه ټلویزیوني پیغام کې د ایران ملت ته په خطاب کې وویل: د سلواغې په ۲۲مه، د خپلې ارادې او مقاومت په ښودلو سره، دښمن ناهیلي کړئ.

پارس‌ټوډې د رهبرۍ د دفتر د رسمي وېبپاڼې په حواله راپور ورکړی چې، د اسلامي انقلاب رهبر حضرت آیت‌الله خامنه‌يي، د دوشنبې په ورځ په یوه ټلویزیوني پیغام کې، د سلواغې ۲۲مه، د ایران د ملت د قدرت او عزت د څرګندېدو ورځ وبلله او ټینګار یې وکړ چې په لاریونونو کې د خلکو ګډون او له اسلامي جمهوریت سره د وفادارۍ څرګندول به، د ایران او ملي ګټو پر وړاندې د دښمن د تمې د شاتګ سبب شي. هغوی وویل: د سلواغې په ۲۲مه، د خپلې ارادې او مقاومت په ښودلو سره، دښمن ناهیلي کړئ.

د اسلامي انقلاب د رهبر د ټلویزیوني پیغام متن په دې ډول دی:

 

بسم الله الرّحمن الرّحیم

د سلواغې ۲۲مه هر کال د ایران د ملت د قدرت او عزت د راڅرګندېدو ورځ ده. دا ملت، الحمدلله، له انګېزې ډک، له ارادې برخمن، پر خپل دریځ ولاړ، قدردان او د خپلو ګټو او زیانونو پر پېژندلو خبر دی. هغه ورځ چې لومړۍ د سلواغې ۲۲مه رامنځته شوه، د ایران ملت یوه ستره بریا تر لاسه کړه؛ وتوانېد چې خپل ځان او خپل هېواد د پردیو له لاسوهنې څخه وژغوري. هماغه پردیو په دې ټولو کلونو کې تل هڅه کړې چې پخوانی حالت بېرته راژوندی کړي.

د ایران ملت ولاړ دی. د دې مقاومت نښه د سلواغې ۲۲مه ده. دا لاریون په نړۍ کې بې‌ساری دی. موږ په نړۍ کې داسې کوم ځای نه پېژنو چې له اوږدو کلونو وروسته هر کال د خپلواکۍ او ملي ورځې په مناسبت، په ټول هېواد کې په دې کچه پراخ ولسي ګډون وشي او خلک وکولای شي خپل حضور ښکاره کړي. نن د ایران ملت په لارو او سړکونو کې د لاریون له لارې خپل شتون څرګندوي او هغه کسان چې د اسلامي ایران، د اسلامي جمهوریت او د دې ملت د ګټو پر وړاندې تمه لري، هغوی شاتګ ته اړ باسي.

ملي ځواک تر دې مخکې چې له توغندیو او الوتکو سره تړاو ولري، د ملتونو له ارادې او مقاومت سره تړاو لري. تاسو، الحمدلله، خپل مقاومت او خپله اراده ښودلې ده. دا په بېلابېلو قضیو کې بیا بیا وښایئ. دښمن ناهیلي کړئ؛ ځکه تر څو چې دښمن ناهیلي نه شي، یو ملت د ځورونې او کړاو تر ګواښ لاندې وي. باید دښمن ناهیلي شي.

د دښمن ناهیلي ستاسو په یووالي پورې تړلې ده، ستاسو د فکر او ارادې له ځواک سره تړلې ده، ستاسو له انګېزې او د دښمن د وسوسو پر وړاندې له مقاومت سره تړلې ده. همدا ټول ملي قدرت جوړوي. ان‌شاءالله زموږ ځوانان په بېلابېلو ډګرونو کې، د پوهې په ډګر کې، د عمل په ډګر کې، د تقوا او اخلاقو په ډګر کې او د مادي او معنوي پرمختګونو په ډګر کې، هرڅومره ډېر مخکې ولاړ شي او اقدام وکړي او د هېواد لپاره ویاړونه رامنځته کړي او د سلواغې ۲۲مه د دې ټولو څرګندونه ده. ټول خلک په سړکونو کې راڅرګندېږي، شعارونه ورکوي، حقایق بیانوي، خپل یووالی اعلانوي او د ایران له اسلامي جمهوریت سره خپله وفاداري څرګندوي.

هیله ده، ان‌شاءالله، دا د سلواغې ۲۲مه هم د ټولو تېرو کلونو د سلواغې ۲۲مو په څېر، د ایران د ملت عظمت لا زیات کړي، پیاوړی یې کړي او نور ملتونه، دولتونه، قدرتونه او نور کسان د ایران د ملت پر وړاندې تواضع او درناوي ته اړ کړي؛ چې ان‌شاءالله همداسې به  هم وشي.

والسلام علیکم و رحمةالله و برکاته