عراقچي:د مونیخ امنیتي کانفرنس په سرکس بدل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i170762-عراقچي_د_مونیخ_امنیتي_کانفرنس_په_سرکس_بدل_شوی_دی
پارس ټوډی-د ایران د باندنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچي» په ایکس پاڼه کښې ولیکل د خواشینۍ خبره ده چې د جرمني مونیخ کانفرنس چې معمولا یوه جدي او معتبره پیښه ګڼل کیدله د ایران په موضوع کښې د مونیخ په سرکس بدله شوې ده.
(last modified 2026-02-15T07:49:49+00:00 )
Feb 15, 2026 12:17 Asia/Kabul
  • عراقچي:د مونیخ امنیتي کانفرنس په سرکس بدل شوی دی

پارس ټوډی-د ایران د باندنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچي» په ایکس پاڼه کښې ولیکل د خواشینۍ خبره ده چې د جرمني مونیخ کانفرنس چې معمولا یوه جدي او معتبره پیښه ګڼل کیدله د ایران په موضوع کښې د مونیخ په سرکس بدله شوې ده.

هغه په دې خبرې سره چې د مونیخ د امنیتي کانفرنس ځوړتیا چې پکښې په محتوا باندې ظواهرو ته ترجیح ورکول کیږي مهم پیغامونه لري زیاته کړه:دغه حالت په محتوا باندې د ظواهرو د ترجیح ښودنه کوي او دا ډول کړچار د سیمې په بدلونونو کښې د اروپا د رول او د مقام په هکله مهم پیغامونه لري.

د ایران د بهرني سیاست ادارې مشر عباس عراقچي هغه څه ته په اشارې سره چې د اروپايي اتحادیې لالهاندۍ یې وبلله د دغه حالت جرړه یې د ایران د کورنیو بدلونونو په درک کولو کښې د اروپايي اتحادیې ناتوانۍ کښې وبلله.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي دغه راز له سټراټيژیک نظره اروپايي اتحادیه د معلوم نظر نه لرونکي وبلله او ډاګینه یې کړه دغه اتحادیې په سیمه کښې د خپل جیوپولټینګ وزن د پام وړ برخه له لاسه ورکړې ده.

عراقچي وویل جرمني په دغه بهیر کښې صهیونیسټ رژیم ته د خپل سیمه ئیز سیاست په کامل ډول د سپارلو په لور حرکت کړی دی.

عباس عراقچي د اروپا د سیاست کلي لاره خرابه او اندیښمنونکي وبلله او زیاته یې کړه :د دغه حالت عملي پایله د ایران د اټومي پروګرام په اړونده دوسیو کښې د اروپايي اتحادیې او د فرانسې، بریتانیا او د جرمني د اغیز د شیندلو کمیدل دي.

د ایران د ډيپلوماسۍ  ادارې مشر عباس عراقچي وویل:اروپا چې په تیروخت کښې د خبرو اترو یو اصلي لوری ګڼل کیده همدا اوس له ایران سره د خبرو اترو په بهیر کښې پیکه رول لري په مقابل کښې په سیمه کښې دوستو هیوادونو په مراتبو له بریتانیا ، فرانسې او جرمني څخه لا اغیز شیندونکی رول لوبولی دی.