ایران په هرمز تنګي کې بشپړاطلاعاتي برلاسی لري
-
د اسلامي انقلاب دسپاه پاسدارانو د سمندري ځواک قومندان امیر البحر علیرضا تنګسیري
پارس ټوډې – د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د سمندري ځواک قومندان وویل؛په هرمز تنګي کې د دې ځواک اطلاعاتي څارنه ۲۴ ساعته او بشپړه ده.
امیر البحرعلیرضا تنګسیري پرون په یولړ څرګندونو کې وویل چې په فارس خلیج کې د ایران له ټاپوګانو د "ټینګې دفاع او برید" پوځي مانوره په فارس خلیج او هرمز تنګي کې ترسره کېږي. هغه زیاته کړه چې د فارس خلیج او هرمز تنګي ایراني ټاپوګان داسې کلاګانې او نهنیول کېدونکي بېړۍ دي چې د مونږ ایرانیانو ملي ناموس ګڼل کېږي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، امیر البحر تنګسیري وویل چې د ټاپوګانو او د خلیج فارس او هرمز تنګي سیمې د بشپړ دفاع دنده د سپاه د سمندري ځواک پر غاړه ده، او دوي د دې سټراټیژیکې سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره هر کال منظمې مانورې پلانوي.
د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک قومندان ټینګار وکړ چې په هرمز تنګي کې د دوي اطلاعاتي څارنه ۲۴ ساعته ده او دا څارنه د سطحې، د سطحې له پاسه (هوايي) او حتی د اوبو لاندې په بشپړه توګه ترسره کېږي. دغه اطلاعاتي او استخباراتي څارنه د دغه سټراټیژیک تنګي د تګ راتګ د امنیت د تامین لپاره ده، ځکه چې د سیمې د هېوادونو او حتی له سیمې د ډيرو ورآخواهېوادونو اقتصاد هم ددې مهمې اوبلارې او تنګي له امنیت سره تړلی دی.