د قرآن د آیتونو عملي کول د مسئولانو د رښتینولۍ معیار دی
-
مسعود پزشکیان
پارس ټوډې – د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په دې په ټینګار سره چې د قرآن د آیتونو عملي کول د دیندارۍ او اغېزشیندنې تر ټولو مهم معیار دی، څرګنده کړه؛ د مسئولانو چلند په ټولنې کې د قرآني کلتور د خپرولو تر ټولو روښانه پیغام دی.
پارس ټوډې د ایرنا له قوله راپور ورکړی، ډاکټر مسعود پزشکیان پرون په تهران کې د قرآني فرهنګ د پراختیا شورا په اتهوشپېتمې غونډې کې د خلکو له قرآن سره دعمومي انس د ننګونو د ارزونې پر مهال وویل: د مسئولانو له چلنده هېڅ خبره اغېزمنه نه ده، او که ټولنه د قرآني معارفو په درک او منلو کې له ستونزو سره مخ وي،نو باید لومړی د مسئولانو په کړنو کې بیاکتنه وشي.»
پزشکیان د الهي آیتونو نه عملي کول «په شخصي او ټولنیز ژوند کې د قرآن د اغېز تر ټولو لوي خنډ» وباله.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر وویل چې قرآن یوازې د نصیحت کتاب نه دی، بلکې د ژوند لارښود دی، او د وینا او عمل ترمینځ دوهګوڼتوب د ډېرو کلتوري او ټولنیزو ستونزو ریښه ده.
هغه ټینګار وکړ چې قرآني لارښوونې باید د پرېکړو، پالیسۍ جوړونې او د ورځنیو چارو په عملي کولو کې پلي شي، څو د مقدس متن او ټولنیز ژوند ترمینځ واټن کم شي.
پر عدالت، رښتینولۍ او د عمومي باور پر بیا رغونې ټینګار
ډاکټر مسعود پزشکیان د قرآن د څرګندو لارښوونو په اړه چې د عدالت او د بېوځلو د ملاتړ په اړه دي، وویل: «خدای به د خلکو د ستونزو په وړاندې د مسئولانو له بېپروايۍ تېر نه شي.
هغه زیاته کړه چې د زیانمنو پرګنو ملاتړ او د توپیر له منځه وړل د قرآن له اساسي غوښتنو څخه دي چې د واک لرونکو څخه ئې تمه کېږي.
د ایران د اجرائیه قوې مشر همدارنګه په وینا کې صداقت او د نه عملي کېدونکو ژمنو څخه ډډه کول اړین وبلل او وې ویل: خلکو ته باید غیرواقعي ژمنې ورنه کړل شي؛ هیله باید پر رښتینولۍ او حقیق پالنې ولاړه وي.
د هغه په خبره، عمومي باور هغه مهال پیاوړی کېږي چې مسئولان په عمل کې د قرآني ارزښتونو پابند وي.
پزشکیان د وروستیو پېښو لکه مقدساتو ته د سپکاوي او د دیني ځایونو د ویجاړولو په اړه دغه کړنې وغندلې، خو په عین حال کې ئې د ټولنیزو ناخوښیو د ریښو پر څېړنې ټینګار وکړ او و ې ویل: «که عدالت په سمه توګه پلی شي، ډېرې ناخوښۍ به رامنځته نه شي.»
د ایران ولسمشر د روژې مبارکه میاشت د شخصي او ټولنیزې اصلاح لپاره یو فرصت وباله او ټینګار ئې وکړ چې د قرآن د هر آیت عملي کول ټولنه د عدالت، پرمختګ او ارامښت پر لور هدایتولی شي.