د ایران د اورګاډو د نړیوال ټرانسپورټ ریکارډ مات شو
پارس ټوډی- د ایران د اورګاډو نړیوال ټرانسپورټ د کب د میاشتې په لومړیو کښې د څه د پاسه پینځه میلیونه ټنه په ثبتیدا سره په دې حوزه کښې نوی ریکارډ رامینځته کړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت د اورګاډو د خارجي سوداګرۍ مشر «شهریار تقي زاده» پرون وویل د ایران د اورګاډو نړیوال ټرانسپورټ له پینځه میلیونو ټنو وراوښتی دی او په دې برخه کښې نوی ریکارډ ثبت شوی دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت د اورګاډو د خارجي سوداګرۍ مشر «شهریار تقي زاده»وویل دغه شمیر په داسې حال کښې د کب د میاشتې په پینځمه نیټه لاس ته راغی چې تیرکال د کال په پاې کښې د ایران د ریل ګاډو د نړیوال ټرانسپورت ټولګه پینځه میلیونو ټنو ته رسیدلې وه؛ داسې موضوع چې د تیر کال د ورته مودې په نسبت د کړچار د اوه فیصده ودې ښودنه کوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د اورګاډو د خارجي سوداګرۍ مشر «شهریار تقي زاده» د ایران پرضد د بایکاټ دباونو او سیاسي پیچلیو شرایطو ته په اشارې سره ډاګینه کړه: دغه بریا په داسې حال کښې محققه شوه چې تر ټولو سختوسیاسي او د بایکاټونو دباونو د اورګاډو نړیوال ټرانسپورټ هم تر اغیز لاندې وروستلی دی.
هغه زیاته کړه:هغه هیوادونه چې د شیانو د ټرانزیټ لپاره د ایران له لارې استفاده کوي د امریکا او د اروپايي اتحادیې له بایکاټونو سره مخامخ دي، خو ایران د ریل ګاډي د ډيپلوماسۍ په پیاوړي کولو او د سیمه ئیزو ملګرتیاو په زیاتولو سره توانیدلی دی دغه محدودیتونه مدیریت کړي.
د اورګاډو د نړیوال ټرانسپورټ په وده کښې د سیمې د کوریډونو رول
د ایران د اسلامي جمهوریت د اورګاډو د خارجي سوداګرۍ مشر «شهریار تقي زاده» ټینګار وکړ له ګاونډیو هیوادونو او د کوریډورونو په لاره کښې له پراتو هیوادونو سره د دوه اړخیزه او د څو اړخیزه تفاهم لیکونو لاسلیک کیدا د اورګاډو د ټرانسپورټ د حجم او اندازې په زیاتیدا کښې مهم رول لرلی دی.
په دغو موافقو کښې له چین څخه اروپا ته د اورګاډو په لاره کښې شپږ اړخیزه تفاهم، په ختیځه برخه کښې له روسیې او ترکمنستان او په لویدیځه برخه کښې له اذربایجان جمهوریت سره د شمال او د جنوب د کوریډور درې اړخیزه تفاهم لیک او د ایران ، پاکستان او د ترکیې ترمینځ درې اړخیزه تفاهم لیک ته اشاره کولای شو.