بقایي: د ایران په څېر بډای تمدن به هېڅکله تسلیم نه شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171406-بقایي_د_ایران_په_څېر_بډای_تمدن_به_هېڅکله_تسلیم_نه_شي
پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند څرګنده کړه: د سېمې امنیت د سېمې د هېوادونو همکارۍ پورې ډېر تړلی دی.
(last modified 2026-03-14T23:11:44+00:00 )
Mar 15, 2026 03:39 Asia/Kabul
  • بقایي: د ایران په څېر بډای تمدن به هېڅکله تسلیم نه شي

پارس ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند څرګنده کړه: د سېمې امنیت د سېمې د هېوادونو همکارۍ پورې ډېر تړلی دی.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي له یوې رسنۍ سره په مرکه کې وویل: د امریکا او صهیونیسټي رژیم یرغل په هېڅ استدلال یا نړیوالو قوانیونو له مخې د توجیه وړ نه دی. دا د سولې نقض دی او د ایران ملت هوډ لري تر هر وخته چې لازم وي له ځانه به دفاع وکړي.

نوموړي د دې په بیان سره چې د ایران خلکو د تاریخ په اوږدو کې زده کړې چې له بې عدالتۍ سره په مخامخ کېدو کې به پیاوړي پاتې شي، ټینګار وکړ: د ایران په څېر بډای تمدن به هېڅکله تسلیم نه شي.

بقايي په دوام کې وویل: زموږ هوډ له ټولو ګاونډیو او د فارس خلیج سېمې له هېوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا ده. د سېمې امنیت او ثبات د سېمې د هېوادونو همکارۍ پورې ډېر تړلی دی.

نوموړي زیاته کړه: د دې دلیل چې همدا اوس په سېمه کې د امریکا اډې په نښه کوو دا دی چې دوی د ایران په شاوخوا کې دي او امریکا د ایران پر وړاندې د پوځي تیري لپاره له دوی څخه استفاده کوي.

بقايي په پای کې ټینګار وکړ: د سېمې هېوادونه په بشپړه توګه په دې واقعیت پوه شوي چې په سېمه کې د امریکا پوځي حضور، سوله او ثبات نه دی رامنځته کړی.