د جرمني سیاستوالې د برلین حکومت ته وویل شرمیږئ نه!
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د جرمني د پارلمان غړي او سیاستوالې میرمن «امیره محمد علي»په ایران باندې د پوځي تیري په هکله د برلین د حکومت په دریځونو باندې نیوکې سره وویل: ظاهرا هیڅ شرم نلرئ، څومره وخت اخلي چې معلومه شي په یوه هیواد باندې حمله قانوني ده او که نه؟.
هغې په ایکس پاڼه کښې ولیکل: د جرمني حکومت هیڅ شرم نلري ، او ولسمشر فرانک والټر اشتاین واضح بیان کړل او د ایران پرضد پوځي تیری یې د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ وبلله او ویې ویل هماغه ډول چې د نړیوالو حقوقو ټول کارپیژاندي دغه کار ترسره کوي.
هغې وویل د جرمني حکومت له دغه فرصت څخه د خپل ولسمشر د واټن د اخیستلو لپاره استفاده کوي زه غواړم دغه غور چې ټاکل شوې ده معلومه کړي ایا په یوه خپلواکه هیواد بمبارۍ کول قانوني یا یا نه څومره وخت واخلي؟
محمد علي مخکې هم په ایران باندې د تیري په وړاندې د جرمني د صدر اعظم په دریځونو باندې نیوکې سره ویلي وو: د ایران پرضد جنایتکارانه جنګ بند کړئ.»
د جرمني ولسمشر فرانک والټر اشتاین مایر څو ورځې مخکې د ایران پرضد د اسرائیلو او د امریکا جنګ یوه غمیزه رامینځته کونکي غلطۍ بللې وه او هغه یې د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ بللې وه.
رسنیو ویلي دي چې دغه وینا په دغه جنګ کښې د امریکا پرضد د جرمني د یوه تر ټولو لورړتبه تشریفاتي چارواکي لخوا تر ټولو په ډاګه مطرح شوي نیوکه ګڼل کیږي.