د ایران ولسمشر په ولسي غونډو کښې ګډون وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171866-د_ایران_ولسمشر_په_ولسي_غونډو_کښې_ګډون_وکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعودي پزشکیان بیګا شپه د هیواد او د اسلامي نظام په ملاتړ کښې د خلکو د ولوله ناکو غونډو په دیرشمه شپه ناڅاپه د ګډون کونکو ترمینځ حاضر شو او له ولس سره یوځاې یې د وري د میاشتې د دولسمې نیټې یوم الله ورځ یعني د ایران د اسلامي جمهوریت ورځ ولمانځله.
(last modified 2026-04-01T01:49:03+00:00 )
Apr 01, 2026 06:12 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر په ولسي غونډو کښې  ګډون وکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعودي پزشکیان بیګا شپه د هیواد او د اسلامي نظام په ملاتړ کښې د خلکو د ولوله ناکو غونډو په دیرشمه شپه ناڅاپه د ګډون کونکو ترمینځ حاضر شو او له ولس سره یوځاې یې د وري د میاشتې د دولسمې نیټې یوم الله ورځ یعني د ایران د اسلامي جمهوریت ورځ ولمانځله.

په دغه ولوله ناکو غونډو کښې چې د خلکو د بیلابیلو پرګنو په شتون او له پیوستون ، انقلاب ولولې او د اسلامي انقلاب ایډیالونو ته د وفادارۍ له ډکې فضا کښې ترسره شو ولسمشر مسعود پزشکیان په دغو غونډو کښې له یوشمیر کسانو سره د  ملګرتیا کولو او صمیمي او نږدې څخه په خبرو کولو سره د هیواد د نظام په دفاع کولو کښې د خلکو د بې ساري او د بې بدیله مقاومت او پایمردۍ د قدرونې سره د اسلامي انقلاب د بریاو د ساتلو او د ټولنیز انسجام او کوټلتیا او د ملي یوزړتوب په اهمیت باندې ټینګار وکړ.

د ایران ولسمشر له تیرې یوې میاشتې راهسې په واټونو کښې د خلکو د غونډو د ترسره کولو قدرونه وکړه  او ویلي یې وو په ټول وجود سره د ګرانو خلکو چې په هیواد کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د بشري حقوقو ضد او وحشیانه تیریو کښې یې حتی یوه ورځ هم میدان خالي پرې نه ښود صمیمانه مننه وکړه.