د امریکا پینځلس ماده ئیزو وړاندیزونو ته مو ځواب نه دی ورکړی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوری د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وویل چې د امریکا پینځلس ماده ئیزو وړاندیزونو ته هیڅ ځواب نه دی ورکړی او مونږ هیڅ وړاندیز او شرط نه دی مطرح کړی.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي له الجزیرې ټیلي ويژن سره په مرکه کښې زیاته کړه: د تیر وخت په شان د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ځانګړي استازي لخوا نیغ په نیغه پیغامونه ترلاسه کوم خو دا د خبرو اترو په معنا نه ده.
هغه زیاته کړه په دغو پیغامونو کښې د دواړو لورو ګواښ یا لیدتوګي شاملې دي چې زمونږ د دوستانو په وسیله مونږ ته رارسیږي.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي ډاګینه کړه په ایران کښې له یوه خاص لوري سره خبرې دروغ دي او پیغامونه یوازې د ایران خارجه وزارت ته رسیږي.
هغه وویل د پیغامونو تبادله په معلوم چوکاټ او د ایران د ملي امنیت شورا تر څارنې لاندې ترسره کیږي.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي وویل له امریکا سره د خبرو اترو لپاره مو هیڅ فیصله نه ده کړې او په دې هکله یوشمیر ملاحظات لرو او د جنګ د ختمولو لپاره د ایران شرطونه هم روښانه دي.
هغه وویل مونږ اوربند نه منو نه یوازې په ایران کښې بلکې په ټوله سیمه کښې په کامل ډول د جنګ د ختمیدا غوښتونکي یوو.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي وویل د جنګ د ختمولو لپاره د ایران شرطونه د تیري د نه تکرارولو تضمین ورکول او د تاوانونو ترلاسه کول دي.
عراقچي وویل د ایران ملت څوک نشي ګواښلی او د امریکا ولسمشر ټرامپ باید په احترام سره د ایران له ملت سره خبرې وکړي.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي ډاګینه کړه هرمز اوبلاره په کامل ډول خلاصه ده او یوازې د هغو هیوادونو لپاره چې له ایران سره جنګیږي تړل شوې ده.
هغه وویل د دوستو هیوادونو د کشتیو د تیرید لپاره ټول ضروري تدبیرونه ترسره شوي دي.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي زیاته کړه د هرمز اوبلاره د سولې لارې کیدلای شي او د هغې په هکله قوانین او تدبیرونه په دغه اوبلارې باندې له مشرفو هیوادونو سره اړه لري.
هغه وویل ایران له هرډول ځمکني جنګ سره مقابلې ته تیار دی او هیله من یم چې دښمن دې محاسباتي غلطۍ ونکړي.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي وویل مونږ د جنګ غوښتونکي نه وو او جنګ ته مو ګروهنه نه لرله او د جنګ پیلونکي نه وو یوازې خپله دفاع کوو.
هغه وویل مونږ د فارس خلیج په هیوادونو کښې په خپلو دوستانو باندې حمله نه کوو او یوازې د امریکا په پوځي اډو او امکاناتو باندې بریدونه کوو.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي ډاګینه کړه په راتلونکي کښې به له ګاونډیو هیوادونو سره د باور جوړول سخت وي خو مونږ ډاډمن یوو کولای شو دغه اعتماد رامینځته کړو.