قالیباف: ټرامپ د امریکا تر کاملې نابودۍ پورې درې بریالیتوبونه واټن لري
پارس ټوډی- د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف د اصفهان ولایت په جنوب کښې د امریکا له شرمونکو عملیاتو وروسته د ولسمشر ټرامپ د بریالیتوب اعلان ته غبرګون وښود.
قالیباف په خپلې اینټرنیټ پاڼې کښې د پرون ورځې له شرمونکو عملیاتو وروسته د امریکا د ولسمشر ټرامپ د بریالیتوب اعلان ته غبرګون وښود او ویې لیکل: که چیرې امریکا د پرون ورځې په شان درې نور بریالیتوبونه ترلاسه کړي نو امریکا به په کامل ډول به تباه شي.
د امریکا د پوځ د ژغورنې د تش په نامه عملیات چې د یوې نسکورې شوي الوتکې د پایلوټ د ژغورلو په پلمه د دوکې او د سمدستي تښتیدا د عملیاتو په چوکاټ کښې د اصفهان ولایت په جنوب کښې په یوه خالي هوايي ډګر کښې پلان شوي وو د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو په موقع شتون سره له بشپړه ماتي سبب شول.
په دغو عملیاتو د امریکا دوې سي ۱۳۰ پوځي الوتکې ، د امریکا د پوځ دوه بلیک هاک هیلي کوپټرونه د ایران د وسله والو ځواکونو په ډزو سره تباه کړې شول.
د ایران له دغو بریالیتوب او له غرور څخه ډکولو عملیاتو وروسته د امریکا ماتي خوړلي ولسمشر ټرامپ په دروغو ویلو سره د رواني جنګ له لارې هڅه وکړه چې د ماتي له معرکې وتښتي او د تیر وخت په شان خپلو چټیاتو او په نورو باندې د خپل مسوولیت اچولو ته دوام ورکړي، که څه هم د میدان واقعیت د ایران د اسلامي جمهوریت د قدرتمنو وسله والو ځواکونو برلاسی په ګوته کوي.