امیرالبحر ایراني: د ټرمپ ګواښونه خندوونکي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171986-امیرالبحر_ایراني_د_ټرمپ_ګواښونه_خندوونکي_دي
پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواکونو قومندان د امریکا د ولسمشر ګواښونه خندوونکې او چټي وبللې.
(last modified 2026-04-13T07:41:56+00:00 )
Apr 13, 2026 12:08 Asia/Kabul
  • امیرالبحر ایراني: د ټرمپ ګواښونه خندوونکي دي

پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواکونو قومندان د امریکا د ولسمشر ګواښونه خندوونکې او چټي وبللې.

د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواکونو قومندان امیرالبحر شهرام ایراني د ملی راډیو ټلویزیون له خبري اژانس سره، په مرکه کې ټینګار وکړ: د فوځ د سمندري ځواکونو زړه ورو په سیمه کې د امریکا د یرغلګر فوځ ټوله خوځښتونه تر څار لاندې نیولي دي.

د ایرانی امیرالحبر په وېنا، په دریمه تپل شوې جګړه کې له شرموونکې ماتې وروسته، د ایران د سمندرې محاصرې لپاره د امریکا د ولسمشر ګواښونه، خندوونکې او چټي دي.