د ایران او افغانستان ترمینځ ریلي تجارت بې وقفې دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172008-د_ایران_او_افغانستان_ترمینځ_ریلي_تجارت_بې_وقفې_دوام_لري
زمونږ خبریال راپور راکړی په کابل کښې د ایران سفیر وویل چې د روان کال له پیل نه تراوسه پورې ۱۰۰ زره ټنه شیان د ایران او افغانستان د ریلوی له لارې ځاې پرځاې شوي دي.
(last modified 2026-04-15T07:09:15+00:00 )
Apr 15, 2026 11:37 Asia/Kabul
  • د ایران او افغانستان ترمینځ ریلي تجارت بې وقفې دوام لري

زمونږ خبریال راپور راکړی په کابل کښې د ایران سفیر وویل چې د روان کال له پیل نه تراوسه پورې ۱۰۰ زره ټنه شیان د ایران او افغانستان د ریلوی له لارې ځاې پرځاې شوي دي.

د فارس خبري آژانس د افغانستان د برخې د خبریال د رپورټ له مخې، کابل کښې د ایران د سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي اعلان وکړ چې د روان کال له پیل راهیسې څه باندې ۱۰۰ زره ټنه شیان د ایران او افغانستان د ریل پټلۍ له لارې منتقل شوي دي.

کابل کښې د ایران سفارت رپورټ ورکړی چې ښاغلي بیکدلي په هرات کښې د روزنک ریلوی سټیشن څخه د کتنې په دوران کښې د ایران او افغانستان ترمینځ د تجارت او حمل و نقل وضعیت مثبت بللی دی.

هغه ویلي دي چې روزنک سټیشن د ایران او افغانستان ترمینځ یو مهم رول لري او د جنګ له امله د رامینځته شویو ستونزو په هکله د اندیښنو اپوټه، د کارونو بهیر دوام لرلی دی.