ایټمي وسلو ته د تهران د ګروهنې ادعا «ستر دروغ» دي.
پارس ټوډی- ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت استازولۍ د ایران د ایټمي پروګرام په هکله د وروستیو ادعاو په ردولو سره ټینګار وکړ: ایټمي وسلو ته د رسیدو لپاره د ایران د ګروهنې خبره، «ستر دروغ» دي.
د پارس ټوډی د خبر له مخې، په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګۍ په ایکس کښې د یو پیغام په خپرولو سره ولیکل: دا ادعا چې «ایران به ایټمي وسله ونه لري خو لایې هم غواړي» ستر دروغ دي. په نازي جرمني کښې «د سترو دروغو» تبلیغاتي تکنیک یعنې د دروغو دومره تکرار چې په حقیقت بدل شي، په ماډرن زمانه کښې کارنده توب نه لري.
په دغه پیغام کښې د ایران د اسلامي جمهوریت رسمي دریځونو ته په اشارې سره راغلي دي: په دې ټکي د ایران دوباره ټینګار چې په هیڅ ډول حالاتو کښې به هیڅکله ایټمي وسلو ته د رسیدو، پراختیا یا مالکیت په لټه کښې نه وي، د ملګرو ملتو د امنیت شورا له خوا یې هرکلی شوی او د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس له خوا یې پرله پسې رښتینولي کیږي.