د ایران جنګ امریکا ته کوم زیانونه اړولي دي؟
رسندویې فعال سید رضي عماد په دې هکله په یوه مطلب کې لیکي:
د ایران د اسلامي جمهوریت په خلاف د امریکا څلوېښت ورځنۍ جګړه او بیا دې یرغل ته د ایران پرېکنده ځواب، د بې سارې ګوزارونو لامل شوی او امریکا ته یې سخت زیانونه اړولي دي. په امریکا کې دننه او بهر کې اکثره کارپوهان په دې باور دي چي د ایران په وړاندې جنګ د امریکا یو تر ټولو لویه فوځي ماته بلل کیږي، ځکه چي نه یوازې امریکا خپل اصلي هدف یعني د ایران د سیاسي نظام په نسکورولو بریالۍ نه شوه، بلکې د امریکا لپاره یې درنې پایلې هم درلودلي دي.
د لیکوال په وېنا، د امریکا لپاره د دې جنګ یو تر ټولو مهمه پایله دا وه چي په ایران باندې د امریکا یرغل د دې لامل شو چي ایران د هرمز تنګی له جیوپولیټیک موقعیت څخه استفاده وکړي، او په دې ډول په نړیوال اقتصاد باندې د ایران نفوذ واکمن شو. په حقیقت کې، د هرمز تنګی له اوبلارې څخه د ایران د ګټه اخیستلو په هکله د ټرمپ ساده توب او بې غوري، د دې لامل شو چي نړیوال اقتصاد په ځانګړې توګه د انرژیو په برخه کې، له سختو فشارونو سره مخ شي او حتی د امریکا اروپایي متحدین هم نه یوازې د ایران په خلاف په جنګ کې ګډون نه وکړ بلکې له دې جنګ سره د مخالفت اعلان وکړ. که په لنډه ووایو دا چي امریکا د ایران په خلاف په خپل جنګ له یوه ډیپلومآټیکه انزوا سره مخ شوې ده.
تر ټولو مهم دوهم ګوزار چي د ایران له جنګ څخه امریکا خوړلې ده، د دې هیواد د فوځي برم او ولکې، د مینځه تلل دی، د امریکا پوځې بودیجه چي یو ټریلیون ډالر دی، د ایران د پوځي بودیجې ۱۰۰ برابره دی، لیکن امریکا د ایران د تسلیمولو لپاره مجبوره شو چي د جنګ له اصولو سرغړوی وکړي او د ایران په عامه تاسیساتو باندې برید وکړي خو سره له دې بیا هم د ایران د اسلامي جمهوریت په تسلیمولو باندې بریالی نه شوه.
نیویورک ټایمز ورځپاڼې په دې هکله ولیکل: نړۍ ولیده چي داسي یو هیواد چي د هغه فوځي لګښتونه له امریکا سره د پرتلې وړ نه دی او د امریکا څخه سل چنده کم دی، څنګه د امریکا په وړاندې په مقابله کې بریالی شو. بل مهم ګوزار چي په جنګ کې امریکا له ایران څخه وخوړل، د خپلو متحدینو او ملګرو په وړاندې د امریکا بې اعتباره کېدل وو، په لوېدیځه اسیا کې او نورو سیمو کې زیاتو هیوادونو خپل امنیت امریکا ته ورسپارلي وه، لیکن امریکا له یوې خوا په فارس خلیج کې د خپلو متحدینو د امنیت په تامینولو کې ناکامه شوه او له بلې خوا څخه دغه هیوادونه یې د اسرائیل لپاره قرباني کړه. دې رویې ته په کتو سره، د امریکا نورو متحدینو هم حاضر نه شول چي د ایران په خلاف د امریکا په جګړه کې ونډه واخلي.
د فارس خلیج هیوادونو دې نتیجې ته ورسېدل چي د هغوی امنیت د امریکا لپاره هیڅ ارزښت نه لري او د اسرائیل د رژیم ګټې د امریکا لپاره لومړیتوب لري. جاپآن، جنوبي کوریا، اسټرالیا، کاناډا او د لوېدیځې اروپا اکثرو هیوادونو او په ځانګړي توګه ناټو هم په دې جنګ کې له امریکا سره، له مرستې څخه ډډه وکړه. دغه هیوادونه نور امریکا د اعتماد وړ ملګرې نه بولي، دا د واشنګټن لپاره یو لوی تاوان دی ځکه چي له امریکا سره د دغو هیوادونو په همکاریو کې د بیاکتنې لامل کېدایشي.
امریکا ته څلورم اوښتی زیان په اخلاقي ډګر کې دی. امریکا چي ځان د اخلاقو او د نړیوال نظم ساتونکې بولي، د ایران په خلاف په جنګ کې، په ښوونځیو باندې برید وکړ چي تر ټولو ناوړه یې د ایران په جنوب کې د میناب په لومړنی ښوونځی باندې برید وو چي د امله یې ۱۶۸ ماشومان په شهادت ورسېدل.
دې نه ماسېوا، امریکا د ایران په تسلیمولو کې له ماتې وروسته، د ایران په ټولنیزو او اقتصادي تاسیساتو باندې بریدونو ته مخه کړه چي دا جنګي جنایت بلل کیږي او حتی ټرمپ د ایراني تمدن د له مینځه وړلو ګواښ هم وکړ. نیویورک ټایمز او ځینو امریکایي رسنیو هم اعتراف وکړ چي د ایران جنګ د امریکا اخلاقي اقتدار یې له مینځه یوړه.
دغو زیانونو او ګوزارونو ته په کتو سره د نړۍ اکثره رسنۍ او کارپوهان حتي په امریکا کې دننه، په دې باندي اعتراف کوي چي ایران په دې جنګ کې بریالی شو او امریکا ته یې سخته ماته ورکړه او که امریکا دې جنګ ته نور هم دوام ورکړي، له دې نه هم به له زیاتو ناکامیو سره مخامخ شي.