بقایي: اروپا دې د «نړیوالو حقوقو» له اوزاري استعمال څخه لاس واخلي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172154-بقایي_اروپا_دې_د_نړیوالو_حقوقو_له_اوزاري_استعمال_څخه_لاس_واخلي
پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: په نړیوالو حقوقو کې هیڅ یوه قاعده، ایران له دې څخه نه منعه کوي چي د غیرقانوي بریدونو لپاره، د هرمز له تنګی څخه د یرغلګرو د ناوړې ګټې اخیستني مخنیوي وکړي.
(last modified 2026-04-19T11:49:57+00:00 )
Apr 19, 2026 16:18 Asia/Kabul
  • بقایي: اروپا دې د «نړیوالو حقوقو» له اوزاري استعمال څخه لاس واخلي

پارس تودی- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: په نړیوالو حقوقو کې هیڅ یوه قاعده، ایران له دې څخه نه منعه کوي چي د غیرقانوي بریدونو لپاره، د هرمز له تنګی څخه د یرغلګرو د ناوړې ګټې اخیستني مخنیوي وکړي.

 

د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقائي د اروپایې اتحادیې د بهرني سیاست د مسئول خبرو ته په غبرګون کې چي ایران ته یې بلنه ورکړي چي نړیوالو حقوقو ته ژمن ووسي او له قید او شرط پرته د هرمز تنګی خلاص کړي، په ټولنیزو رسنیو کې په خپله شخصي پاڼه کې ولیکل: د کوم «نړیوال حقوق» خبره کوئ؟ ایا ستاسو مقصد همهغه «نړیوال حقوق» دي چي اروپایي اتحادیې ته اجازه ورکوي د ایران په خلاف د امریکا – اسرائیل فوځي یرغل سره موافقه وکړي او د ایرانیانو په خلاف په تر سره شویو جنایاتو سترګې پټې کړي ؟!هغه زیاته کړه: مهرباني وکړئ دا وېناوې مو بندې کړئ. د نړیوالو حقوقو په رعایتولو کې د اروپا دوام موندونکې سرغړونې، د «نړیوالو حقوقو» په اړه د هغوی خبرې د دوه مخیتوب په یوه ښکاره بېلګه باندې بدله کړې ده. په نړیوالو حقوقو کې هیڅ یوه قاعده، ایران له دې څخه نه منعه کوي چي د غیرقانوي بریدونو لپاره، د هرمز له تنګی څخه د یرغلګرو د ناوړې ګټې اخیستني مخنیوي وکړي.