هیڅ فشار ایران پرځولای نه شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172308-هیڅ_فشار_ایران_پرځولای_نه_شي
پارس تودی- د ایران ولسمشر جوته کړه: لومړی باید د مدیرانو په سوچ کې دا باور بڼه واخلي چي هیواد په عزت او سرلوړی سره اداره کیږي او هیڅ فشار نه شي کولای ایران له پښو واچوي، کله چي دا سوچ بڼه واخلي د هرې ستونزې او ننګونې حل پیدا کېدایشي.
(last modified 2026-04-26T10:55:11+00:00 )
Apr 26, 2026 15:15 Asia/Kabul
  • هیڅ فشار ایران پرځولای نه شي

پارس تودی- د ایران ولسمشر جوته کړه: لومړی باید د مدیرانو په سوچ کې دا باور بڼه واخلي چي هیواد په عزت او سرلوړی سره اداره کیږي او هیڅ فشار نه شي کولای ایران له پښو واچوي، کله چي دا سوچ بڼه واخلي د هرې ستونزې او ننګونې حل پیدا کېدایشي.

د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان د شنبې په ورځ د ایران د ټولو ولایتونو له والیانو سره په غونډه کې، په دې حساسو حالاتو کې د حکومت له کړچار څخه د خلګو رضایتمندي، د ویاړ لامل وبلله او زیاته یې کړه: د نظر غوښتنو له مخې، ۸۰ سلنه خلګ د حکومت له هغو اقداماتو څخه چي یې اوس تر سره کړي دي، خوشحالي څرګنده کړې ده او د باور او ملتیا دغه لوړه کچه، د هیواد د مدیریتي ټولګې لپاره لوی ویاړ دی.

پزشکیان په دوام کې د امریکا او د صهیونیست رژیم د جنایتکارانه اقداماتو په غندلو سره، دغه شان چلند یې د بشري حقوقو د مدعیانو او د عمل تر مینځ د ښکاره ټکر بېلګه وبلله او جوته کړه: هغه کسان چي په ښکاره، زمونږ د هیواد او د سیمې د هیوادونو د مسئولینو، ساینس پوهانو، بې ګناه خلګو، زده کوونکو او ملکیانو د ټرور خبره کوي، همدا کسان ځانونه له ډیموکراسۍ، انسانیت او نړیوالو قوانینو مدافع بولي او بې شرمی سره، د ایران ولس په ټروریزم تورنوي، دا په اوسنی نړیوال نظام کې یو لوی ناوړین دی.

هغه د خپلو وېناو په یوه برخه کې د ایران د ولس بې سارې وحدت باندې په ټینګار سره، جوته کړه: د ایران خلګ وښودله چي د زور، ګواښ او ټرور په وړاندې سر نه ټیټوي، نن ورځ ۹۰ میلیون وګړو باندې مشتمل ایران، له خپلو ټولو قامونو، ژبو، اصنافو، محصلینو، ځوانانو، ملایانو، سوداګرو او پوهانو، په یوه ږغ سره د دښمن په وړاندې ولاړ دي او دغه ملي وحدت زمونږ د هیواد تر ټولو ستره شتمني ده.

پزشکیان په پای کې د اسلامي نړۍ په وحدت باندې په خپل باور باندې په ټینګار سره، وویل: ټوله اسلامي هیوادونه زمونږ وړونه او خویندي دي او دا په جنګي حالاتو کې یو تش سیاسي شعار او دریځ نه دی، بلکې زمونږ باور دی، که مسلمانان لاسونه سره یو کړي، کولایشي د سیمې اقتصاد، صنعت او راتلونکې په یوه نړیوال قدرت باندې بدل کړي.