د عمان له باچا سره د ایران د خارجه وزیر کتنه
Apr 26, 2026 15:32 Asia/Kabul
پارستودی- د عمان باچا د «البرکې» په ماڼۍ کې د مسقط په ښار کې د ایران له خارجه وزیر سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
د پارس تودی له راپور سره سم، د عمان باچا «هیثم بن طارق» او د ایران د بهرنیو چارو وزیر «سید عباس عراقچي» نن د یکشنې په ورځ له یوبل سره په کتنه کې، د سیمې د وروستیو حالاتو، مینځګړیتوبونو او هغو هلو ځلو په هکله سلامشورې وکړې چي په سیمه کې د نښتو د ختمولو په موخه تر سره کیږي.
بن طارق په دې کتنه کې د دوامدارو سیاسي حل لارو د موندلو لپاره خپلې لیدلورې او د رامینځته شویو پېښو له پایلو سره، د مقابلې لپاره خپل نظرونه مطرح کړ.
د عمان باچا همدارنګه د سولې د ټینګېدو په لړ کې د شخړو د هوارېدو لپاره خبرو اترو ته د لومړیتوب د ورکولو غوښتونکی شو.