عراقچي: د امریکا «د ازادی طرحه» د بندون طرحه ده
-
د ایران خارجه وزیر سید عباس عراقچی
پارس تودی- د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یوه پیغام کې ولیکل: د امریکا د «د ازادی طرحه» د هرمز په تنګی کې په حقیقت کې د «بندون طرحه» ده.
د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، تېره شپه د ایکس په ټولنیزه رسنۍ کې په یوه پیغام کې له هرمز تنګی څخه د کښتیو د تېرېدو لپاره د امریکا د فوځ بې بنیاده طرحې ته په اشارې سره، ولیکل: «د ازادی طرحه» یا د «بندون طرحه»؟ د هرمز تنګی پېښې په څرګنده توګه ښودنه کوي چي یو سیاسي کړکېچ، فوځي حل لاره نه لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: په داسي حال کې چي د پاکستان په هلوځلو سره، مذاکرات د پرمختګ په لورې روان دي، امریکا باید هوښیاره ووسي چي د بدغواړو په مټ، بیا ځلې، کنده کې ګرفتار نه شي، امارات همداشان،
عراقچي په دوام کې زیاته کړه: د ازادی طرحه د بندون طرحه ده.