د ایران د پرمختګ او ملي عزت پر وړاندې هېڅ خنډ نشته
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورا مشر د مصر په سیالیو کې د ایران د ځوانانو د وزن پورته کولو ملي ټیم د اتلولۍ په مناسبت په یوه پیغام کې ولیکل: د ایران د پرمختګ او ملي عزت پر وړاندې هېڅ خنډ نشته.
پارس ټوډې د ایرنا خبري اژانس له قوله راپور ورکړی، د ایران د اسلامي شورا مشر محمدباقر قالیباف بیګا په یوه پیغام کې ولیکل؛ د ایران د وزن د پورته کولو د ملي ټیم اتلولي او د نړۍ د ځوانانو په سیالیو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ویاړ من بیرغ رپېدل، یو ډېر خوښونکی او مبارک خبرؤ چې په دغو حساسو شپو ورځو کې ئې د ایران شریف او قدرمن ملت ته ډاډ او خوښي ډالۍ کړه.
د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف پخپل پیغام کې ټینګار وکړ؛د ایران اتلان او پهلوانان، چې د ایران پر ضد د دښمنانو د بریدونو له امله له ځینو ستونزو سره مخ شوي وو، د خپلې اتلولۍ په وسیله ئې یو ځل بیا ثابته کړه چې د ایران د پرمختګ او ملي عزت پر وړاندې هېڅ خنډ نشته. او د تخصص او تعهد یوځایوالی، د ځوان قدرت او علمي مدیریت تر څنګ، د ویاړ لوړې څوکې د ایرانيو ځوانانو د ګامونو تر واک لاندې راوستلی او د ایران ملي سرود په نړۍ کې انګازې کولی شي.
قالیباف څرګنده کړې ده دا اتلولي یوازې کومه اتفاقي پېښه نه ده، بلکې د یوې منظمې تګلارې او لیدلوري پایله ده چې د ایران د انساني او مدیریتي لوړو وړتیاوو څرګندونه کوي. داسې لیدلوری چې په ټولو برخو کې کارول کېدالی شي، او د ایران د زړورو، بااخلاقه او مېړنیو ورزشکارانو په څېر، د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت آیتالله سیدمجتبی حسینی خامنهای (مدظلهالعالي) په لارښوونې سره، د ایران شریف ملت ته په ټولو برخو کې لا زیات عزت او سرلوړي ور په برخه کړي.
د ایران د وزن پورته کولو د ځوانانو ملي ټیم د ۶ سرو زرو، ۷ سپینو زرو او یوه برونزي مډال په ګټلو سره د ۲۰۲۶ کال د ځوانانو د نړۍ د وزن پورته کولو سیالیو لومړی مقام خپل کړ.