په کویټ کې د ایرانې وګړو په نیولو باندې د عراقچي اعتراض
پارس تودی – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په کویټ کې د ایراني وګړو په غیرقانوني نیول کېدو باندې په اعتراض سره، ټینګار وکړ چي تهران د ځواب ورکولو حق د ځان لپاره خوندي بولي.
د پارس تودی له راپور سره سم، د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر سید عباس عراقچي د چهار شنبې په شپه په ایکس ټولنیزه رسنۍ کې د یوه پیغام په خپرولو سره، ولیکل:« د شخړې او نفاق د جوړېدو لپاره په یوه ښکاره هڅه کې، کویټ په غیرقانوني ډول په فارس خلیج کې په یوه ایرانۍ کښتۍ باندې برید کړي او ۴ ایراني وګړي یې نیولي دي. دا غیرقانوني اقدام له هغه ټاپو سره نژدې تر سره شوی چي امریکا له هغه ځایه په ایران باندې د برید لپاره کار اخیستي وه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ: مونږ د خپلو وګړو د سمدستي خوشي کېدو غوښتونکي یو او د ځواب ویلو لپاره خپل حق خوندي بولو.