قالیباف: راتلونکی د جنوبي نړۍ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i172996-قالیباف_راتلونکی_د_جنوبي_نړۍ_دی
پارس ټوډې - د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس محمد باقر قالیباف وویل: د ایران د ملت مقاومت، د نړۍ بدلون چټک کړ؛ راتلونکی د جنوبي نړۍ دی.
(last modified 2026-05-17T03:08:45+00:00 )
May 17, 2026 07:35 Asia/Kabul
  • قالیباف: راتلونکی د جنوبي نړۍ دی

پارس ټوډې - د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس محمد باقر قالیباف وویل: د ایران د ملت مقاومت، د نړۍ بدلون چټک کړ؛ راتلونکی د جنوبي نړۍ دی.

د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس محمد باقر قالیباف په خپل ایکس ټولنیز حساب کې د چین د ولسمشر د خبرو په حواله لیکلي چې نړۍ د یوه نوي نظم په درشل کې ده.

قالیباف وویل: لکه څنګه چې د چین ولسمشر ویلي: «هغه بدلون چې په یوه پېړۍ کې نه دی لیدل شوی، په ټوله نړۍ کې په چټکۍ سره مخ ته روان دی»، او زه ټینګار کوم چې د ایران د ملت ۷۰ ورځنی مقاومت دې بدلون ته لا چټکتیا ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړه: راتلونکی د جنوبي نړۍ دی.