یو ایرانی د رفتینګ نړیوالې اتحادیې مرستیال وټاکل شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173096-یو_ایرانی_د_رفتینګ_نړیوالې_اتحادیې_مرستیال_وټاکل_شو
پارس ټوډې – له ایران څخه هادي قاضي‌عسګر د رفتینګ نړیوالې اتحادیې د رئیسه پلاوي د غړو په رایو سره د دغې اتحادیې د مرستیال په توګه وټاکل شو.
(last modified 2026-05-19T11:27:59+00:00 )
May 19, 2026 15:56 Asia/Kabul
  • یو ایرانی د رفتینګ نړیوالې اتحادیې مرستیال وټاکل شو

پارس ټوډې – له ایران څخه هادي قاضي‌عسګر د رفتینګ نړیوالې اتحادیې د رئیسه پلاوي د غړو په رایو سره د دغې اتحادیې د مرستیال په توګه وټاکل شو.

د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د رفتینګ نړیوالې اتحادیې له جوړېدو او د رئیسه پلاوي د غړو له ټاکل کېدو وروسته، د دغې نړیوالې اتحادیې مرستیالان هم وټاکل شول.   

پر همدې اساس، د رئیسه پلاوي د غړو په رایو سره، له ایران څخه هادي قاضي‌عسګر د دغې اتحادیې د مرستیال په توګه وټاکل شو.

د دغې ټاکنې په تعقیب، د رفتینګ نړیوالې اتحادیې رئیس دانیلو بارماز د ایران د کښتۍ چلونې فدراسیون رئیس ته په یوه پیغام کې، د قاضي‌عسګر د مرستیال په توګه د ټاکل کېدو د خبر د اعلان ترڅنګ، هغه ته مبارکي وویله.