د ایران اسلامي جمهوریت امریکا ته سخت خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173116-د_ایران_اسلامي_جمهوریت_امریکا_ته_سخت_خبرداری_ورکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران پوځ خبرداری ورکړی که چیرې دښمن دوباره د اسرائیلو په لومه کښې په ښکیلیدا سره د ایران پرضد کوم نوی جنایت وکړي نو د ایران وسله وال ځواکونه به نوي جبهې او نوي کړچارونه غوره کړي.
(last modified 2026-05-20T01:28:32+00:00 )
May 20, 2026 05:54 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامي جمهوریت امریکا ته سخت خبرداری ورکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران پوځ خبرداری ورکړی که چیرې دښمن دوباره د اسرائیلو په لومه کښې په ښکیلیدا سره د ایران پرضد کوم نوی جنایت وکړي نو د ایران وسله وال ځواکونه به نوي جبهې او نوي کړچارونه غوره کړي.

د ایران د پوځ ویاند برید جنرال «محمد اکرمي» د تهران په« ولي عصر» میدان کښې د خلکو سترې غونډې ته په وینا کښې وویل ایران نه کلابند کیږي او نه څوک ماتې ورکولای شي.

هغه وویل که چیرې دوښمن دوباره غلطۍ وکړي او د صهیونیسټ رژيم په لومه کښې په ښکیلیدا سره د ایران پرضد برید وکړي نو ایران به په نویو وسلو او نویو رودو سره ځواب ورکړي.

د ایران دغه پوځي چارواکي وویل د هیواد وسله والو ځواکونو د اوربند د پړاو د جنګي پړاو په ګڼلو سره خپلې پوځي وړتیاوې نورې هم پیاوړي کړي دي.

د ایران د پوځ ویاند برید جنرال «محمد اکرمي» د هرمز اوبلارې په هکله وویل ایران په دغه مهمې او سټراتيژیکې اوبلارې بشپړه کنټرول لري او هلته اوس حالت د پخوا په شان نه دی.

هغه وویل له دښمن سره یوازې یوه لاره شته او هغه دا چې د ایران د ملت او د ایران د اسلامي جمهوریت د قانوني حقونو احترام وکړي.

ایران په امریکا غږ کړی چې د تهران قانوني او جایزې غوښتنې او وړاندیزونه ومني او واشنګټن بله لاره نلري.

ایران دا هم ویلي دي چې له امریکا او صهیونیسټ رژيم سره له جنګ څخه هیڅ ویره نلري او تهران د هر ډول سناریو لپاره په کامل ډول چمتو دی.