د ایران له زنجان ولایت څخه په دوو میاشتو کښې اتلسو هیوادونو ته د اتیا میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات ترسره شوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173480-د_ایران_له_زنجان_ولایت_څخه_په_دوو_میاشتو_کښې_اتلسو_هیوادونو_ته_د_اتیا_میلیونه_ډالرو_په_ارزښت_صادرات_ترسره_شوي
پارس ټوډې – د ایران په شمال لویدیځ کښې د زنجان ولایت د ګمرک او کسټم مشر د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کښې د نړۍ اتلسو هیوادونو ته له دغه ولایت څخه د اتیا میلیونه ډالرو په ارزښت د شیانو د صادریدا خبر ورکړ.
(last modified 2026-05-28T07:35:57+00:00 )
May 28, 2026 12:01 Asia/Kabul
  • د ایران له زنجان ولایت څخه په دوو میاشتو کښې اتلسو هیوادونو ته د اتیا میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات ترسره شوي

پارس ټوډې – د ایران په شمال لویدیځ کښې د زنجان ولایت د ګمرک او کسټم مشر د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کښې د نړۍ اتلسو هیوادونو ته له دغه ولایت څخه د اتیا میلیونه ډالرو په ارزښت د شیانو د صادریدا خبر ورکړ.

پارس ټوډې سایټ د ایرنا خبري اژانس په قول راپور راکړی د ایران د زنجان ولایت د ګمرک مشر «زین العابدین ګنج خانلو» پرون د روان ۱۴۰۵ هجري لمریز کال په لومړیو دوو میاشتو کښې د نړۍ اتلسو هیوادونو ته له دغه ولایت څخه د اتیا میلیونو ډالرو په ارزښت د نوي زره ټنه شیانو د صادریدا خبر ورکړ او ویې ویل: د ګمرک او د کسټم د بهیرونو د اسانولو او د ابلاغي مصوبو په اجرا سره داسې زمینه او بستر برابر شوی دی چې د شیانو د تولیدولو شرکتونه د مرکزي بانک د ډالرو د بیلولو په صف کښې له دریدا پرته خپل لومړي مواد او خپل ماشین الات یعني ګاډې او د هغوې پرزې ترخیص کړي.

هغه جوته کړه: د ایران له زنجان ولایت څخه د صادراتو زیاته برخه ترکیې ، عراق ، ترکمنستان، ارمنستان او روسیې ته شوې ده.

زین العابدین ګنج خانلو د صادراتو دغه حجم د زنجان ولایت د پنځوسو صنعتي او د تولیدونکو شرکتونو د ډالرو د ګټلو او د هڅې نتیجه وبلله او زیاته یې کړه: اکثره صادراتي شیان سټراټيژیک تجهیزات دي چې پکښې ټرانسفورماټورونه ، د وسپنې شیان، شمش روي، مفتول ، کاغذ فلوټینګ او فیلم پلې پروپیلین دي.