امریکا د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد نوي بندیزونه ولګول
ایرنا خبري اژانس راپور راکړ د امریکا خزانې وزارت له ترهګرۍ سره د مقابلې په ادعا سره د ایران پرضد نوي بندیزونه ولګول او دغه بندیزونه د اتو کسانو او د پینځو ارګانونو پرضد لګول شوي دي.
د امریکا خزانې وزارت ادعا وکړه واشنګټن پرون د «اقتصادي غصې» په نوم د عملیاتو په چوکاټ کښې او د امریکا د سوداګرۍ وزارت او د فیډرال پولیسو ایف بي ايي د میداني دفتر او د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنو د کنټرول د دفتر په غږملتیا سره په ایران کښې دیره د یوه تدارکاتي چینل پرضد بندیزونه ولګول.
د امریکا خزانې وزارت ادعا وکړه دغه چینل په جعلي هویت او د امریکا شرکتونو ته د دوکې په ورکولو سره هڅه کوله محدود شوي شیان د ایران د فاع وزارت او د نورو بایکاټ شویو ارګانونو لپاره برابر کړي.
د امریکا نوي بندیزونه په داسې حال کښې دي چې د امریکا د ولسمشر ټرامپ حکومت د تهران پرضد خپلو هدفونو ته په رسیدا کښې له ناکامه کیدا وروسته د ایران له اسلامي جمهوریت سره موافقې ته د رسیدا هڅه کوي.
امریکا د ترهګرۍ د رامینځته کولو او د بندیزونو د لګولو په نشې اخته شوې ده.
امریکا له ایران څخه سخته ماتې خوړلې ده او د ایران د غوښتنو له منلو پرته بل هیڅ لاره نلري.