امریکا د اسرائیلو په ټولو جنایتونو کښې شریکه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173542-امریکا_د_اسرائیلو_په_ټولو_جنایتونو_کښې_شریکه_ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» وویل امریکا په لبنان ، فلسطین او درسته سیمه کښې د اسرائیلو لخوا په ترسره شویو ټولو جنایتونو کښې شریکه او مرسته کونکې ده.
(last modified 2026-05-30T00:35:56+00:00 )
May 30, 2026 05:03 Asia/Kabul
  • امریکا د اسرائیلو په ټولو جنایتونو کښې شریکه ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «اسماعیل بقايي» وویل امریکا په لبنان ، فلسطین او درسته سیمه کښې د اسرائیلو لخوا په ترسره شویو ټولو جنایتونو کښې شریکه او مرسته کونکې ده.

هغه د امریکا د حکومت لخوا د ایران او د عمان پرضد له خبرداریو د ډکو څرګندونو په کلکه غندنه وکړه.

د ایران د خارجه وزارت ویاند اسماعیل بقايي وویل مونږ د لبنان د پلازمینې بیروت په شمول د دغه هیواد په بیلابیلو سیمو باندې د اسرائیلو حملې په کلکه غندو.

هغه دغه راز وویل امریکا او نور هیوادونه اوس د ایران په هکله د باید ټکی استعمال نکړي او ایران ته وکړه مه کړه ونه وايي.

ایران اوس د تیر وخت د باچا له رژیم سره ډیر فرق لري او دلته ولسي حکومت ټینګ دی او د هیڅ هیواد دیکتاتورۍ او زور وینه نه مني.

د ایران د خارجه وزارت ویاند اسماعیل بقايي دغه راز وویل تراوسه له امریکا سره هیڅ موافقه نه ده لاسلیک شوې او د ایران ټول تمرکز د جنګ په ختمولو ولاړ دی.

هغه وویل چې له امریکا سره د ایران د اټومي پروګرام په هکله هیڅ خبرې نه دي روانې او د هرمز اوبلارې اداره کولو فیصله به ایران او عمان وکړي.

دغه راز د ایران د پارلمان مشر  او د مرکچي ټیم مشر محمد باقر قالیباف د امریکا تضمینونه او خبرې د ناباور وړ وبللې او زیاته یې کړه مونږ په ژمنو او تضمینونو باندې هیڅ باور نلرو او زمونږ لپاره اصلي معیار عملي اقدامات دي او د مقابل لوري لخوا له کوم اقدام ترسره کولو مخکې به  مونږ هیڅ اقدام ترسره نکړو.