سپاه پاسداران: د ټرمپ ادعا په کلکه تکذیبوو
Jun 11, 2026 05:49 Asia/Kabul
د سپاه پاسداران عامه اړیکو په یوه خبرپاڼه کښې د ډونلډ ټرمپ ادعا په کلکه دروغ وبلله.
د سپاه پاسداران عامه اړیکو په یوه خبرپاڼه کښې د ډونلډ ټرمپ ادعا په کلکه دروغ وبلله.
د ایرنا د خبر له مخې، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عامه اړیکو په خبرتیا کښې راغلي دي: له ټرمپ سره د ایراني چارواکو د اړیکې نیولو په هکله د هغه ادعا بیخي دروغ ده او له جنګ نه د تیښتې یوه لاره ده.
ډونلډ ټرمپ مدعی شوی چې د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو ورڅخه غوښتي چې بمبارۍ بنده کړي او ویې ویل چې ایراني چارواکو ورسره نیغ په نیغه خبرې کړې دي.
ټیګونه