سیاسي تبصره: د مذاکره کوونکي ټیم ملاتړ یوه عقلي او ملي دنده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174156-سیاسي_تبصره_د_مذاکره_کوونکي_ټیم_ملاتړ_یوه_عقلي_او_ملي_دنده
د اسلامي ایران د ځوانانو ګوند عمومي منشي د مذاکره کوونکي ټیم ملاتړ یوه قانوني، عقلي او ملي دنده وبلله او ویې ویل: د مذاکره کوونکي میز تر شا باید لکه د جنګ د محاذ ترشا، یوموټي اودریږو ترڅو دښمن پوه شي چې د ایران ولس د خپلو ګټو په دفاع کښې، که هغه د جنګ پ میدان کښې وي او که د ډیپلماسۍ په ډګر کښې، هیڅکله تیت پرک او ډلې ډلې نه کیږي.
(last modified 2026-06-13T10:40:27+00:00 )
Jun 13, 2026 15:08 Asia/Kabul
  • سیاسي تبصره: د مذاکره کوونکي ټیم ملاتړ یوه عقلي او ملي دنده

د اسلامي ایران د ځوانانو ګوند عمومي منشي د مذاکره کوونکي ټیم ملاتړ یوه قانوني، عقلي او ملي دنده وبلله او ویې ویل: د مذاکره کوونکي میز تر شا باید لکه د جنګ د محاذ ترشا، یوموټي اودریږو ترڅو دښمن پوه شي چې د ایران ولس د خپلو ګټو په دفاع کښې، که هغه د جنګ پ میدان کښې وي او که د ډیپلماسۍ په ډګر کښې، هیڅکله تیت پرک او ډلې ډلې نه کیږي.

«محمد خون‌چمن» نن د ایرنا له خبریال سره په مرکه کښې په دې هکله چې ولې باید همهغه ډول چې مو د میدان دفاع وکړه، د هیواد له مرکچیانو هم ملاتړ وکړو، وویل: حقیقت دا دی چې د دې موضوع د څیړنې لپاره باید د دوو اصلي او په خپلو کښې د کوټلو برخو په بنیاد یعې «د حقوقي او قانوني بنیادونو» او «د سټراټیجکې او عقلاني څیړنې» له مخې استدلال وکړو.

هغه حقوقي او قانوني اصولو او د پریکړې په رسمي بهیر باندې د پابندۍ ضرورت ته په اشارې سره زیاته کړه: د اساسي قانون د اصولو له مخې، د جنګ او صلحې په شان مهمو مسائلو په اړه پریکړه د معظم رهبر او د ملي امنیت د عالي شورا په شمول په لوړو حاکمیتي سویو غوره کیږي. هغه له مذاکراتي ټیم څخه ملاتړ، یو سیاسي انتخاب نه بلکې قانوني، عقلي او ملي دنده وبلله.

ښاغلي خون چمن په روانو حساسو حالاتو کښې د ځینو تندلارو کسانو وحدت ماتوونکې څرګندونې، له ساده سیاسي تیروتنې پورته وبللې او ویې ویل: دې موضوع ته سټراټيجکه او عاقلانه کتنه مونږ ته راښايي چې جنګ، له اقتصادي لګښتونو او د زیربناو وغیره له ویجاړیدو پرته هیڅ نتیجه نه لري او دا اور چې هرڅومره ډیر بلیږي، د ولس لپاره به یې لګښتونو دومره ډیر وي. په ډیر کم تاوان لرونکي انتخاب یعنې مذاکرې سره د نښتو زر ختمول یو عقلي ضرورت دی.

خون چمن زیاته کړه: ټول ستر جنګونه یا په خبرواترو سره ختم شوي دي او یا د یو لوري په بشپړې نابودۍ سره. له دې امله چې دویم انتخاب نه ممکن دی او نه مطلوب، مذاکراه د ملي ګټو د زیات نه زیاتې ساتنې لباره یو سټراټیجک ضرورت دی.  هغه د دې خبرې په بنیاد، له مذاکراتي ټیم څخه ملاتړ د ټولو دنده وبلله.

هغه ټیګار وکړ: لکه څنګه چې مو پرون د میدانِ جنګ په سنګرونو کښې، لاس په تلي ایښی و او د هیواد د خاورې او ناموس دفاع مو وکړه، نن هم د هیواد له ډیپلماټانو ملاتړ، همهغه د جنګ د اولې لیکې ملاتړ دی.

د اسلامي ایران د ځوانانو ګوند عمومي منشي همداشان وویل: د جنګ له ختمیدو وروسته ترټولو سخته مرحله د هیواد بیارغونه ده.

هغه زیاته کړه: د قانون واکمني، د شفافو ارګانونو پياوړتیا، د اوبو، بریښنا او روغتیا په شمول د مهمو زیربناو بیارغونه او ورپسې، هستوګنې او کار روزګار ته توجه، همداشان ټولنیز مشارکت او ولسي پریکړې، له جنګ وروسته د هیواد د بیارغونې ډیر مهم ضرورتونه دي.

دغه سیاسي فعال زیاته کړه: پایداره صلحه، شفافه مالیه، له فساد سره مبارزه، ملي پخلاینه او اقتصادي ډیپلماسي هم، له جنګ وروسته پړاو کښې د هیواد د بیارغونې یو بنیادي ضرورت ګڼل کیږي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کښې چې آیا له جنګ نه وروسته د هیواد د بیارغونې لپاره کورنی توان موجود دی؟ څرګنده کړه: په ځوانو ځواکونو، د بیارغونې په تجربې او په ځايي مهندسي توان باندې په تکیې او د خلکو په اتحاد او مرستې سره دا کار ممکن دی.