امریکا څنګ د ایران په خلاف په جنګ کې ماته وخوړه؟
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174272-امریکا_څنګ_د_ایران_په_خلاف_په_جنګ_کې_ماته_وخوړه
پارس تودی- د ایران په خلاف د امریکا او اسرائیل رژیم له یرغل څخه د ۱۰۷ ورځو په تېرېدو سره، اخر پای تهران او واشنګټن د جنګ د بندولو لپاره تفاهم ته ورسېدل.
(last modified 2026-06-16T09:41:57+00:00 )
Jun 16, 2026 14:11 Asia/Kabul
  • امریکا څنګ د ایران په خلاف په جنګ کې ماته وخوړه؟

پارس تودی- د ایران په خلاف د امریکا او اسرائیل رژیم له یرغل څخه د ۱۰۷ ورځو په تېرېدو سره، اخر پای تهران او واشنګټن د جنګ د بندولو لپاره تفاهم ته ورسېدل.

د دې هوکړې مفاد او د هغې پایلې له هرڅه نه زیات، په دې لویې مقابلې کې د بریالی او د ماته خوړلې لورې په هکله پروپاګن له ننګونو سره مخامخوي. هغه جګړه چي د ۲۰۲۶ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۸ پیله شوه، د صهیونیست رژیم او د امریکا د خوفیه موخو له نظره، په ایران کې د قدرت د انډول د بدلون پروژه وه، د اسلامي انقلاب د رهبر په استوګنځي برید او د هغوی شهیدول، د جګپورو فوځیانو ټرورول، د فوځي مرکزونو، پولیسو او قومندانیو په نښه کول، د ښاریزو او صنعتي تاسیساتو ړنګول او په ایراني ټولنه کې د نفسیاتي ویرې خپرول، دا ټوله د یوې استراتیژۍ په چوکاټ کې د ارزونې وړ دي چي د امریکا په امنیتي ادبیاتو کې ورڅخه د فلجوونکې ګوزار په توګه یادونه کیږي.

داسي یوه استراتیژي چي د هغه وروستۍ موخه د اسلامي جمهوریت د نظام نسکورتیا او یا هم لږ تر لږه د واشنګټن د درنو شرطونو په وړاندې د هغه تسلیمول و، لیکن هغه څه چي په عملي توګه رامینځته شوه، د جګړه مارانو له پلانونو او اټکلونو سره هیڅ سمون نه خوړل.

د ایران ځواب یوازې دفاعي نه و، تهران د سیمې په اتو هیوادونو کې د امریکا د ۱۸ اډو په نښه کولو سره، د جنګ لمنه یې پراخه کړه او په لوېدیځه اسیا کې یې د امریکا په فوځي حضور یې سخت ګوزارونه وکړ. له دې نه زیات مهم د هرمز د تنګی بندول و، هغه سمندري اوبلاره چي د نړۍ د انرژیو او سوداګریو د پام وړ برخه ورڅخه تیریږي، دا کار په نړیوالو بازارونو کې د بې ثباتی لامل شو هغه څه چي زیاتو غربي کارپوهانو یې په اړه وار له مخکې خبرداری ورکړي وې.

دې ته په کتو سره، د دې جنګ تر ټولو مهمه پایله باید د ایران په وړاندې د امریکا په دوو محاسباتي تېروتنو کې ولټول شي.

لومړۍ تېروتنه دا وه چې فکر کېده د تهران غبرګون به د یرغلونو په وړاندې محدود وي. دویمه تېروتنه دا وه چې دا باور موجود و چې د ایران سیاسي او امنیتي جوړښت به د سختو لومړنیو ضربو لاندې ونړېږي یا به د لا زیاتو لګښتونو د مخنیوي لپاره تسلیم شي. خو نه یوازې دا کار ونه شو، بلکې اسلامي جمهوریت وتوانېد چې د ملي یووالي او انسجام د ساتلو ترڅنګ د خپلې فوځي قوماندې جوړښت په چټکی سره ورغوي او د ډګر او ډیپلوماسۍ په مدیریت کې د چارو کنټرول خپل کړي.

د جګړې د پای ته رسېدو توافق په داسې حال کې ترلاسه شو چې د امریکا لومړني اهداف نه وو پوره شوي. نه په نظام کې بدلون راغی، نه ایران بې وسلې شو، نه یې سیمه‌ییزه ځواک له منځه ولاړه او نه اسلامي جمهوریت هغه شرطونه ومنل چې د جګړې په پیل کې د واشنګټن له خوا مطرح شوی وو. د دې په اپوټه، امریکا اړ شوه داسې تفاهم ته غاړه کښېږدي چې د اسلامي جمهوریت موجودیت او دوام د یوې تثبیت شوې واقعیت په توګه ومني.

یوازینی د پام وړ استثنا، صهیونیستي رژیم و؛ هغه لوبغاړی چې د بحران له پیل څخه یې له ایران سره د مقابلې د دوام او د فشار زیاتولو لپاره تر ټولو زیات سیاسي او امنیتي پانګونه کړې وه. خو د جنګ له بندون څخه د نړیوالو پراخ هرکلی یو روښانه پیغام لري. نړۍ، له تهران سره د سیاسي اختلافاتو په هاخوا، د نړۍ په یوه تر ټولو ستراتیژیکه سیمه کې ثبات د ایران له ګډون او رول پرته ناممکنه بولي.

په بله وینا، د امریکا لخوا پر ایران تپل شوې جګړه نه یوازې دا چې ایران یې د سیمې له معادلاتو څخه حذف نه کړ، بلکې یو ځل بیا یې وښوده چې په لویدیځه آسیا کې د اسلامي جمهوريت جیوپولیتیکي وزن ته له کتو پرته هیڅ همیشنی امنیتي نظم رامینځته کېدای نشي. په جګړه کې بریا یوازې د مرګژوبلو شمېر یا د زیربناوو د ویجاړۍ له مخې نه اندازه کېږي. د ستراتیژیکو مطالعاتو په ادبیاتو کې، ریښتینی بریالی هغه لوری دی چې وکولای شي خپل سیاسي اهداف ترلاسه کړي او مقابل لوری د خپلو اهدافو له ترلاسه کولو راوګرځوي.

له دې توافق څخه د نړۍ بې‌سارې هرکلی چې د دې جګړې پای ته رسولو لپاره شوی، یوازې د جنګ د بندېدو څخه هرکلی نه دی، بلکې دا په ضمني ډول د دې واقعیت منل دي چې د ټولو فشارونو او لګښتونو سره سره، د ایران اسلامي جمهوریت لا هم په نړۍ کې د جیوپولیتیک له پلوه په یو له خورا حساسو سیمو کې له تر ټولو اغېزناکو لوبغاړو څخه پاتې دی.