په سویس کې څلور اړخیزې خبرې لا هم ځنډېدلې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174418-په_سویس_کې_څلور_اړخیزې_خبرې_لا_هم_ځنډېدلې_دي
یوه باخبره سرچینه وایي چې د ایران او امریکا ترمنځ څلور اړخیزې خبرې پرون د ماسپښین په درېیو بجو پیل شوې او له شاوخوا یو نیم ساعت وروسته د پلاوو ترمنځ د سلا مشورو لپاره وځنډول شوې.
(last modified 2026-06-22T03:24:24+00:00 )
Jun 22, 2026 07:52 Asia/Kabul
  • په سویس کې څلور اړخیزې خبرې لا هم ځنډېدلې دي

یوه باخبره سرچینه وایي چې د ایران او امریکا ترمنځ څلور اړخیزې خبرې پرون د ماسپښین په درېیو بجو پیل شوې او له شاوخوا یو نیم ساعت وروسته د پلاوو ترمنځ د سلا مشورو لپاره وځنډول شوې.

د سرچینې په وینا، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ګواښوونکو او سپکاوي ډکو څرګندونو وروسته، ایراني پلاوي بېرته د څلور اړخیزو خبرو مېز ته له ستنېدو ډډه وکړه.

سره له دې، د قطر او پاکستان له لوري د منځګړیتوب هڅې روانې دي او د پیغامونو تبادله دوام لري.

ویل شوي چې تر اوسه وروستۍ پایلې ته نه دي رسېدلي، خو ایران د یاد تفاهم‌لیک د لومړۍ مادې په ګډون د امریکا د ژمنو د نه عملي کېدو په اړه خپل اعتراض څرګند کړی دی.

ایران همدارنګه د امریکا له لوري د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو او د ایران د نفتو د صادراتو اړوند د ژمنو د ژر عملي کېدو غوښتنه کړې ده.