په سویس کې څلور اړخیزې خبرې لا هم ځنډېدلې دي
یوه باخبره سرچینه وایي چې د ایران او امریکا ترمنځ څلور اړخیزې خبرې پرون د ماسپښین په درېیو بجو پیل شوې او له شاوخوا یو نیم ساعت وروسته د پلاوو ترمنځ د سلا مشورو لپاره وځنډول شوې.
د سرچینې په وینا، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ګواښوونکو او سپکاوي ډکو څرګندونو وروسته، ایراني پلاوي بېرته د څلور اړخیزو خبرو مېز ته له ستنېدو ډډه وکړه.
سره له دې، د قطر او پاکستان له لوري د منځګړیتوب هڅې روانې دي او د پیغامونو تبادله دوام لري.
ویل شوي چې تر اوسه وروستۍ پایلې ته نه دي رسېدلي، خو ایران د یاد تفاهملیک د لومړۍ مادې په ګډون د امریکا د ژمنو د نه عملي کېدو په اړه خپل اعتراض څرګند کړی دی.
ایران همدارنګه د امریکا له لوري د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو او د ایران د نفتو د صادراتو اړوند د ژمنو د ژر عملي کېدو غوښتنه کړې ده.