د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراق ته ولاړ
Jun 28, 2026 11:28 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، د رسمي سفر لپاره نن سهار، د عراق پلازمېنې بغداد ته روان شو.
ټاکل شوې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دغه سفر په ترڅ کې له عراقي لوړپوړو چارواکو سره د دواړو هېوادونو پر دوهاړخیزو اړیکو، او همدارنګه د سیمې او نړۍ پر وروستیو تحولاتو خبرې او د نظرونو تبادله وکړي.
په حرمونو کې د اسلامي انقلاب د شهید مشر د سپېڅلي پیکر د تشییع مراسمو د ترسره کېدو لپاره له عراقي اړوندو چارواکو سره د اړینو همغږیو ترسره کول هم د دغه سفر د اجنډا له مهمو موضوعاتو څخه دي.