پزشکیان: تر وروستۍ شېبې مبارزه له بریا هم مهمه ده
Jul 02, 2026 11:13 Asia/Kabul
پارس ټوډی – د ایران ولسمشر د فوټبال ملي لوبډلې غړو ته په یوه پیغام کې ویلي، تر وروستۍ شېبې په ټول توان مبارزه کول له بریا هم ډېر ارزښت لري.
پارس ټوډی د ایران د صداوسیما خبري اژانس په حواله لیکلي: مسعود پزشکیان د چهارشنبې په شپه په ټولنیزو رسنیو کې په خپور کړي پیغام کې ولیکل: «د فوټبال ملي لوبډلې هغو غړو ته، چې نن بېرته خپل ګران هېواد ایران ته راستانه شول، ستړي مه شې وایم، په ټول توان او تر وروستۍ شېبې هڅه او مبارزه له بریا هم مهمه ده.»
پزشکیان زیاته کړه: «علمي کار، د لوړې روحیې ساتل، بدلونمحوره لیدلوری او پیاوړې انګېزه هغه شرطونه دي چې په راتلونکي کې به د بریا زمینه برابره کړي.»
ټیګونه