نړۍ د مقاومت د بیرغوال په بدرګه کې راپاڅېده
پارس ټوډې- تهران د نږدې ۱۰۰ هېوادونو د استازو، شخصیتونو او ولسي ډلو په حضور سره، د هغه شهید رهبر د نړیوال بدرګې صحنه ده چې د مقاومت، عدالت غوښتنې او د مظلومانو د دفاع بیرغ یې د ایران له پولو هاخوا اوچت کړ.
پارس ټوډې د ایرنا په حواله راپور ورکوي، د اسلامي انقلاب د شهید رهبر له مبارک بدن سره د رسمي الوداع او درناوي مراسم له پءون سهار اته بجو په تهران کې پیل شول او تر اوسه دوام لري. د حکومتونو او پارلمانونو مشرانو، د بهرنیو چارو وزیرانو، د هېوادونو ځانګړو استازو، د دینونو مشرانو، اندیالانو، سیاسي او کلتوري شخصیتونو او د نږدې ۱۰۰ هېوادونو ولسي ډلو په دې مراسمو کې ګډون وکړ ترڅو له هغه رهبر سره الوداع وکړي چې نوم او اند یې د لسیزو په اوږدو کې له استقلال غوښتنې، د مسلمانانو له یووالي، د فلسطین له ازادۍ او د نړیوالو زورواکو پر وړاندې له درېدو سره تړلی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د مراسمو له ترسره کېدو وړاندې اعلان کړی و چې د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د مبارک بدن د الوداع او تشییع مراسم، نه یوازې د ایران د ملت، بلکې د سیمې د وګړو، مسلمانانو او د نړۍ د ټولو ازادو انسانانو لپاره یوه تاریخي او ډېره مهمه پېښه ګڼل کېږي.
هغه ویلي و چې د نږدې ۱۰۰ هېوادونو مېلمانه به چې شخصیتونه، د حکومتونو مشران، د پارلمانونو مشران، د بهرنیو چارو وزیران، د حکومتونو ځانګړي استازي او بېلابېلې ولسي ډلې په کې شاملېږي، په دې مراسمو کې برخه واخلي. د دغو پلاوو حضور، د هغې پېښې نړیوال اړخونه ښکاره کړل چې د هغه لمن د ایران له جغرافیايي پولو څخه ډېره هاخوا غځېدلې ده.
د بېلابېلو بیرغونو، څېرو او ژبو په ګڼه ګوڼه کې، یو ګډ پیغام اورېدل کېده. هغه خلک چې د عدالت لپاره درېږي، هغه رهبران نه هېروي چې په سختو توپانونو کې له حقیقته شا نه کېږي. هغه رهبران چې نه د قدرت او نه د شخصي هوساینې لپاره، بلکې د ملتونو د کرامت دفاع لپاره غواړي، د تاریخ په حافظه کې پاتې کېږي او حتی شهادت هم نه شي کولای چې د نړۍ له ازادو انسانانو سره د هغوی تړاو ختم کړي.