د انقلاب د شهید رهبر جنازه نجف ته ورسېده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i174960-د_انقلاب_د_شهید_رهبر_جنازه_نجف_ته_ورسېده
پارس ټوډی -  د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر، حضرت آیت‌الله سید علي خامنه‌يي او د هغه د شهیدې کورنۍ د سپېڅلي جسدونو لېږدوونکې الوتکه د سې شنبې په شپه د عراق د نجف اشرف نړیوال هوايي ډګر کې ښکته شوه.
(last modified 2026-07-08T00:25:56+00:00 )
Jul 08, 2026 04:50 Asia/Kabul
  • د انقلاب د شهید رهبر جنازه نجف ته ورسېده

پارس ټوډی -  د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر، حضرت آیت‌الله سید علي خامنه‌يي او د هغه د شهیدې کورنۍ د سپېڅلي جسدونو لېږدوونکې الوتکه د سې شنبې په شپه د عراق د نجف اشرف نړیوال هوايي ډګر کې ښکته شوه.

پارس ټوډی د ایرنا خبري آژانس په حواله راپور ورکړی، چې د ایران د اسلامي انقلاب د شهید رهبر د جنازې لېږدوونکې الوتکه داسې مهال د عراق سپېڅلي ښار نجف اشرف ته ورسېده، چې عراقي رسنیو په نجف اشرف او کربلا معلی کې د خلکو د پراخ او میلیوني حضور خبر ورکړی دی.

د نجف اشرف ولایت رسمي ویاند احمد الفتلاوي د «رووداو» شبکې سره په خبرو کې وویل، د حضرت آیت‌الله سید علي خامنه‌يي د جنازې د مراسمو لپاره ټول امنیتي، خدماتي او تنظيمي چمتووالی بشپړ شوی او د نجف ولایت د دغو تاریخي مراسمو د کوربه‌توب لپاره بشپړ چمتو دی.

هغه زیاته کړه، د مراسمو د نېټې له اعلان وروسته د ولایت د چارواکو، امنیتي ځواکونو، خدماتي ادارو، ټولنیزو بنسټونو او د حسيني موکبونو د مسئولینو ترمنځ پرله‌پسې غونډې او پراخې همغږۍ ترسره شوې دي.

په همدې حال کې د عراق لومړي وزیر علي فالح الزیدي د چهارشنبې ورځ، چې د ایران د شهید رهبر حضرت آیت‌الله سید علي خامنه‌يي د جنازې له مراسمو سره برابره ده، په ټول عراق کې رسمي رخصتي اعلان کړه.

د عراقي چارواکو د اعلان له مخې، د شهید رهبر جنازه به د چهارشنبې په سهار له کوفې څخه تر نجف اشرف پورې بدرګه شي، او وروسته به د عراق پر وخت د ماسپښین په څلورو بجو د کربلا معلی ښار ته ولېږدول شي، څو د حضرت امام حسین (ع) او حضرت ابوالفضل العباس (ع) د سپېڅلو زیارتونو په شاوخوا کې یې د جنازې مراسم ترسره شي.

له بلې خوا، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، چې د شهید رهبر د سپېڅلې جنازې د رسمي هرکلي په مراسمو کې د ګډون لپاره عراق ته تللی، نجف ته د رسېدو پر مهال یې د عراق د لومړي وزیر علي فالح الزیدي او د دغه هېواد د یو شمېر لوړپوړو چارواکو له خوا په رسمي ډول هرکلی وشو.