د امام خمیني نړیوال هوايي ډګر الوتنې بېرته عادي حالت ته راوګرځېدې
Jul 08, 2026 06:50 Asia/Kabul
د ایران پلازمینه تهران کې د امام خمیني نړیوال هوايي ډګر ادارې اعلان کړی چې د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ د ۱۷مې، چهارشنبې ورځې، د سهار له ۵:۰۰ بجو څخه د دې هوايي ډګر د الوتنو عملیات بېرته عادي حالت ته ستانه شوي او ټولې الوتنې به د ټاکل شوي مهالویش له مخې ترسره کېږي.
د ایرنا د راپور له مخې، د امام خمیني نړیوال هوايي ډګر له مسافرو غوښتنه کړې چې د هوايي ډګر پر لور له تګ مخکې د خپلې الوتنې وروستی وضعیت د اړوند هوايي شرکت، د امام خمیني نړیوال هوايي ډګر د رسمي وېبپاڼې او یا هم د معلوماتو له ټیلیفوني مرکز څخه وڅاري، ترڅو د الوتنې له وضعیت څخه ډاډ ترلاسه کړي.
ټیګونه