د هرمز تنګی او د سپینې ماڼۍ خیالونه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i175130-د_هرمز_تنګی_او_د_سپینې_ماڼۍ_خیالونه
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د ایران پر جنوبي سواحلو د امریکا د پرله‌پسې تېریو په غبرګون کې، په یوه اعلامیه کې د امریکا د پوځ د تېریو پر وړاندې د سخت ځواب خبر ورکړی دی.
(last modified 2026-07-13T11:48:10+00:00 )
Jul 13, 2026 15:49 Asia/Kabul
  • د هرمز تنګی او د سپینې ماڼۍ خیالونه

پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران د ایران پر جنوبي سواحلو د امریکا د پرله‌پسې تېریو په غبرګون کې، په یوه اعلامیه کې د امریکا د پوځ د تېریو پر وړاندې د سخت ځواب خبر ورکړی دی.

د سپاه پاسداران د اعلامیې له مخې، د متقابل اقدام په دویم پړاو کې، د قطر د العُدید په ستراتیژیکه امریکايي هوايي اډه کې د جنګي الوتکو د ترمیم او ساتنې مرکز او د سیمه‌ییزو عملیاتو قومانداني د بالستیک توغندیو په پراخو بریدونو کې په نښه او ویجاړ شول. همدارنګه، په هرمز تنګي کې دویمه خلاف ورزي کونکې بېړۍ په نښه شوه او له حرکت څخه ودرول شوه. په اعلامیه کې په څرګندو ټکو خبرداری ورکړل شوی چې: «د تېریو دوام به لا سخت او ځپونکي ځوابونه ولري

دا پېښې د تهران او واشنګټن ترمنځ د ۱۴ مادو د تفاهم‌لیک له لاسلیک څخه له یوې میاشتې کمه موده وروسته رامنځته شوې. هغه تفاهم‌لیک چې تمه کېده د ایران پر وړاندې د امریکا د جګړې او تېریو د پای، په هرمز تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ د امنیت د بیا ټینګښت او د پراخې جګړې له ګواښ څخه د سیمې د لرې کېدو لامل به شي. خو په عمل کې پایله د دې تمې اپوټه شوه.

د ایران د اسلامي شورا رئیس او د ایران د مذاکراتي پلاوي مشر محمدباقر قالیباف د امریکا د بیا ځلي تېریو وروسته په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل:
«
د یو اړخیزو توافقاتو دوره پای ته رسېدلې ده. موږ درته ویلي وو چې پر خپلو ژمنو عمل وکړئ، که نه نو بیه یې باید ورکړئ. اوس باید له واقعیت سره مخ شئ

قالیباف د تفاهم‌لیک د پنځم بند یوه برخه هم خپره کړه چې پکې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره د «ایراني ترتیباتو» رعایت یادونه شوې ده. هغه واشنګټن ته روښانه پیغام ورکړ چې هرمز تنګی د ایران د حاکمیت لاندې دی او هېڅ هېواد نه شي کولای په یو اړخیز ډول د دغه مهم سمندري مسیر په اړه پرېکړه وکړي.

دا پیغام په دفاعي معادلاتو کې د یو اساسي بدلون څرګندونه کوي؛ داسې معادله چې پر دې اصل ولاړه ده چې د هوکړو ماتول به نور بې‌بیې پاتې نه شي.

په همدې حال کې، د امریکايي رسنۍ «ام.اېس.ناو» تحلیلي راپور هم ځانګړی اهمیت لري؛ ځکه چې د سپینې ماڼۍ له رسمي روایت سره په توپیر، د جګړې د پایلو یو بل انځور وړاندې کوي.

د دغه راپور لیکوال نیکولاس ګراسمن، چې د ایلینوی پوهنتون د سیاسي علومو استاد دی، ډونالډ ټرمپ داسې ولسمشر بللی چې جګړه یې پیل کړه، خو خپلو ستراتیژیکو موخو ته ونه رسېد او اوس په هماغه جګړه کې ښکېل پاتې دی.

د دې رسنۍ له مخې، امریکا ونه توانېده چې ایران د خپلو غوښتنو منلو ته اړ کړي؛ نه یې د اسلامي جمهوریت د سیاسي جوړښت یا چلند د بدلون هدف ترلاسه کړ او نه یې وکړی شول چې د فارس خلیج امنیتي معادلې په خپلې خوښې بدلې کړي.

د دغه راپور تر ټولو مهم ټکی د سپینې ماڼۍ د سیاسي روایت او د میدان د واقعیت ترمنځ ژور واټن دی. ټرمپ لا هم د «بریا» خبره کوي، خو د سیمې واقعیت بل څه ښيي؛ هرمز تنګی لا هم د سیمې تر ټولو مهمه جیوپولیټیکه وسیله ده، سمندري ناامني دوام لري، د انرژۍ نړیوال بازار له بې‌ثباتۍ سره مخ دی او امریکا اړ ده چې د هغه بحران د مدیریت لپاره چې خپله یې رامنځته کړی، نور لګښتونه هم ورکړي.

د اسلام‌اباد تفاهم‌لیک پنځم بند د «ایراني ترتیباتو» په رعایت سره د دغه سمندري مسیر د بیا پرانیستلو وړاندیز کړی و، خو د همدې بند د تفسیر اختلاف د ترینګلتیا له مهمو عواملو څخه شو.

ایران پر خپل حاکمیت، د تګ راتګ پر مدیریت او د سمندري قوانینو پر پلي کېدو ټینګار کوي، په داسې حال کې چې امریکا هڅه کړې دغه ترتیبات له پامه وغورځوي. پایله یې د ارامۍ پر ځای د بحران بیا رامنځته کېدل دي.

ایران له فارس خلیج، هرمز تنګي او عمان سمندر سره تر ټولو اوږده ساحلي کرښه لري او حق لري چې د امریکا له تېري او څلوېښت ورځنۍ جګړې وروسته، د خپلو ملي ګټو او حاکمیت د ساتنې لپاره په هرمز تنګي کې د خپلو حقونو دفاع وکړي.

خو د امریکا حکومت، چې په سیمه کې د یوه استعماري او مداخله‌ګر ځواک په توګه یادېږي، لا هم هڅه کوي چې پر دغه مهم جیوپولیټیک سمندري مسیر خپل نفوذ وساتي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ خپل نظریات پای ته رسولي او یوازې پخوانۍ ناکامې لارې بیا تکراروي. هغه په خپل خیالي تصور کې فکر کوي چې همدا تش په نامه ځواک به ایران د مذاکراتو مېز ته راولي؛ خو د میدان واقعیت ښيي چې د فارس خلیج وضعیت د امریکا لپاره ډېر خراب شوی او ایران په پیاوړي دریځ کې قرار لري.