اغېزشیندونکي او هدفمند بریدونه به د آرامښت تربېرته ستنېدو دوام ولري
Jul 18, 2026 05:03 Asia/Kabul
-
د سپاه پاسدارانو د هوا فضا ځواک قوماندان سردار مجید موسوی
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوا ـ فضا ځواک قوماندان ټینګار وکړ چې د دوي اغېزشیندونکي او ټارګټيډ بریدونه به تر هغې دوام ولري، څو بېرته آرامښت تأمین شي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د سپاه پاسداران د هواي ـ فضا ځواک قوماندان سردار سیدمجید موسوي په «ویراستي» ټولنیز چینل کې په یوه پیغام کې ولیکل: زمونږ په محاسبتي نظام کې، د هېواد هره ټوټه خاوره یو شان ارزښت لري؛ تهران تر جنوب پورې ټولې سیمې د ایران نه بېلېدونکې برخې دي. زمونږ اغېزشیندونکي او هدفمند بریدونه به د ایران له بېلابېلو سیمو څخه د دښمن پر ضد تر هغې دوام وکړي، څو د هېواد په سویلي ساحل او په هرمز تنګي کې آرامښت بېرته تأمین شي.»
ټیګونه