سپاه: د هرمز تنګي ته نږدې یوې د تېلو بېړۍ اور واخیست
د ایران د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر په خپله ۴۳مه اعلامیه کې ویلي، د هرمز تنګي په جنوب کې د تېرېدو هڅه کوونکې له درېیو د تېلو لېږدوونکو بېړیو څخه یوې اور اخیستی او دوه نورې بېړۍ بېرته ستنې شوې دي.
د اعلامیې له مخې، یادې درې بېړۍ د امریکا د پوځ په هڅونه د هرمز تنګي له هغې لارې د تېرېدو هڅه کوله چې ماینونه پکې ځای پر ځای شوي وو.
سپاه وایي، له یوې بېړۍ سره د چاودنې او سخت اورلګېدنې وروسته، پاتې دوه بېړۍ په چټکۍ سره بېرته خپلې لارې ته وګرځېدې.
سپاه سمندري ځواک په اعلامیه کې ټینګار کړی، چې د هرمز تنګی د دوی تر کنټرول لاندې دی او تر هغه چې د امریکا پوځي اقدامات دوام ولري، دغه سمندري لار به تړلې پاتې شي.
د اعلامیې له مخې، هېڅ د تېلو بېړۍ به د ایران له همغږۍ پرته د تنګي له لارې د تګ او راتګ اجازه ونه لري، او هره بېړۍ چې د امریکا په هڅونه د ایران له همغږۍ پرته د تېرېدو هڅه وکړي، له ورته برخلیک سره به مخ شي.
په اعلامیه کې امریکا ته خبرداری هم ورکړل شوی چې په دې حساسې سیمې کې له پاروونکو اقداماتو، د سوداګریزو بېړیو له ګواښلو او د نړۍ د انرژۍ له امنیت سره له لوبو لاس واخلي.
سپاه همداراز ویلي، دا ډول اقدامات به د انرژۍ نړیوال بحران او د کرنیزو سرو د کمښت لامل شي او امریکا به له لا زیاتې بېاعتبارۍ او نه جبرانېدونکو پایلو سره مخ کړي.
د اعلامیې په پای کې سپاه ویلي، چې د یادې سرغړونې په غبرګون کې به «تنبیهي عملیات» ترسره کړي.