سردار شکارچي: زموږ غچ له سیمې د امریکا ایستل دي
د ایران د وسلهوالو ځواکونو ویاند سردار ابوالفضل شکارچي ویلي، د دوی غچ یوازې په یوه تاکتیکي عملیاتو پورې نه محدودېږي، بلکې اصلي موخه یې له لوېدیځې اسیا څخه د امریکا ایستل دي.
هغه وویل، که امریکا له لوېدیځې اسیا ووځي، د ده په وینا «صهیونیستي رژیم» به هم له منځه ولاړ شي.
شکارچي ویلي، امریکا غوښتل د هرمز تنګی تر خپل کنټرول لاندې راولي او د فارس خلیج ستراتیژیکې ټاپوګانې، لکه خارک، د ایران د سرچینو د ترلاسه کولو لپاره ونیسي، خو په دې ټولو موخو کې ناکامه شوه.
هغه زیاته کړه، دښمن لا هم د ایران د توغندیو د تولید د یو شمېر مرکزونو په اړه معلومات نه لري.
نوموړي همداراز ویلي، ایران په متحده عربي اماراتو کې هغه «ډیټا سنټر» له منځه وړی چې د ده په وینا شاوخوا شل کاله وړاندې د امریکا، اروپايي هېوادونو او اسرائیلو په مرسته د لوېدیځې اسیا او د نړۍ د یوې برخې د څار لپاره جوړ شوی و.
شکارچي په پای کې وویل، امریکایانو د خپلې ادعا له مخې د درېیمې نړیوالې جګړې لپاره ټولې زېرمې او پرمختللې وسلې وکارولې، خو د ده په وینا، په پرلهپسې ډول یې له ایران څخه ماتې وخوړه.